م.م: د کډوالو د مړینو مخنیوي لپاره نورو ګامونو ته اړتیا ده

په تېرو څو ورځو کې په سلګونو کډوالو اروپا ته د راتګ پرلارې خپل ځانونه له لاسه ورکړي دي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په تېرو څو ورځو کې په سلګونو کډوالو اروپا ته د راتګ پرلارې خپل ځانونه له لاسه ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون په اروپا او مدیترانې کې د کډوالو ناورین کې پر ټولو ښکېلو هېوادونو غږ کړی چې د پناه غوښتونکو د تېرېدو پخاطر خوندي لارې پراخې، او له دوی سره انساني چلند وکړي.

ښاغلي بان کي مون ویلي، د کډوالو او پناه غوښتونکو لوی شمېر د ژورو ستونزو ښکارندويي کوي، لکه سوریه کې روانه جګړه.

تر دې مخکې د امریکا حکومت هم له اروپايي هېوادونو غوښتي وو چې د نورو کډوالو د مړینې مخه ونیسي.

ښاغلي بان کي مون د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د دغې ستونزې د آواري لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

بله خوا د امریکا متحده ایالتو هم د اروپايي هېوادونو له اتحادیې غوښتي چې د پناه غوښتونکو د مړینې مخه دې ونیسي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ایرنسټ وویل چې اروپايي اتحادیه باید په ګډه د انسانانو د قاچاق وړونکو مخه ونیسي.

هغه وویل د دغه هېواد ولسمشر بارک اوباما د اروپايي هېوادونو له مشرانو سره په لیدنه کې پر دې مسلې ټینګار کړی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"ولسمشر هیله څرګنده کړه چې اروپايي ټولنه به اضافي سرچینې په کار واچوي او د هغو کسانو لاسونه به لنډ کړي چې د انسانانو قاچاق کوي، یا د ښځو او ماشومانو په ګډون د بې وزلو انسانانو پر ناچارۍ، او پر هغو کسانو چې په خپلو هېوادونو کې له تاوتریخوالو ډکو حالاتو نه تښتي، پانګونه کوي".

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې په سلګونو کډوالو اروپا ته د راتګ پرلارې خپل ځانونه له لاسه ورکړي دي.

په تر ټولو وروستۍ پېښې کې د اتریش پولیسو تاید کړې چې د ۷۱ پناه غوښتونکو مړي يې د دغه هېواد په ختیځ کې پر یوې لویې لارې په یوې لارۍ کې موندلي دي.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر هم د اروپايي اتحادیې له مشرانو وغوښتل چې د پناه غوښتونکو له مړینو د مخنیوي لپاره دې دا ډاډ ورکړي چې هغوی له قانوني او خوندي لارو د اروپايي اتحادیې هېوادونو ته راشي.

اوسمهال یو افغان او دوه بلغاریایان د پېښې په تړاو تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.

د رپوټونو پر بنسټ په سلګونو نور کډوال چې ډېری یې د افریقايي هېوادونو وګړي دي، د لیبیا په سمندر کې د دوو بېړیو د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.

د ملګري ملتونو د ګډوالۍ د څانګې کارکونکی بلبیسي اوتمان وايي:

"پرون موږ ته په لیبیا د سُبراتا په ښار کې د کډوالو له بنده ټیلیفون راغی چې سل کسان ورسپارل شوي چې له سمندره ژغورل شوي دي. تر ماښامه پورې د ژغورنې عملیات روان وو."

"موږ د بشپړ شمېر په اړه جزییات نه لرو. موږ پوهېږو چې ډېری یې نارینه دي. په ډلې کې نهه ښځینه او دوه واړه هم ول. هغوی په تمه ول چې ۱۵۰ نور هم ور وستل شي خو موږ تر اوسه د نورو معلوماتو په تمه یو".

په تر ټولو وروستۍ پېښې کې د اتریش پولیسو تاید کړې چې د ۷۱ پناه غوښتونکو مړي يې د دغه هېواد په ختیځ کې پر یوې لویې لارې په یوې لارۍ کې موندلي دي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، په تر ټولو وروستۍ پېښې کې د اتریش پولیسو تاید کړې چې د ۷۱ پناه غوښتونکو مړي يې د دغه هېواد په ختیځ کې پر یوې لویې لارې په یوې لارۍ کې موندلي دي.

خو له بلې خوا د اروپايي اتحادیې مشران چې د کډوالو او پناه غوښتونکو د ورتګ د نوو څپو بار ور له غاړې دی، له دې وضعیته لا ډېر اندېښمن دي.

د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مرکل د اروپايي هېوادونو له مشرانو سره په لیدنې کې وویل چې د پناه غوښتونکو له وروستیو مړینو یې ټکان خوړلی دی.

مېرمن مرکل وویل اروپا مسئولیت لري چې له پناه غوښتونکو سره مرسته وکړي.

"زموږ خپل تاریخ ته په کتو سره دا ډېره مهمه ده چې هغو خلکو ته سرپناه ورکړل شي چې ژوند یې په خطر کې دی. د جګړې او ناورین له هر ځایه چې وي."

"هر څوک پوهېږي چې په سوریې کې وضع څنګه ده، او هرڅوک پوهېږي چې د سوریې ګاونډي هېوادونه څومره فشار پر ځان مني. نو اوس د یوې شتمنې وچې په توګه اروپا پورې اړه لري چې وړاندې شي او مرسته وکړي."

اغلې مرکل زیاته کړه:

"تر دې وړاندې هره بله ستونزه چې په اروپا کې وه، که نړیوال مالي کړکېچ وه، د یورو مساله وه او یا هم نورې مسالې، اروپا وکړی شول د همغږۍ په روحیې یې آوارې کړي، نو اوس به یې بیا وکړو. نړۍ موږ ته ګوري."