د امریکا څارګرو الوتکو برید د 'اسلامي دولت' مشهور هکر 'وژلی'

امریکا وايي، د ''اسلامي دولت'' ډلې یو مشهور هکر جنید حسین، چې په اصل کې د بریتانیا دی، په سوریه کې د امریکا بې پیلوټه څارګرو الوتکو په یوه برید کې وژل شوی دی.
۲۱ کلن جنید حسین بریتانیا کې د کمپیوټرونو د هک کولو په جرم پېژندل شوی. هغه په ۲۰۱۳ کال کې سوریې ته تللی دی.
نوموړی د هغو هکرانو په لست کې و، چې د امریکا پوځ یې د ځای ځایګي په پیدا کولو سره کولای شوای پر هغه برید وکړي.
امریکايي چارواکي وايي، دغه هکر د سوریې رقه ښار ته څېرمه، چې د ''اسلامي دولت''، ''د اسلامي خلافت'' پلازمېنه هم ده، وژل شوی دی.
د امریکا د مشرانو جرګې د ملي امنیت د کمېټې مشر مایکل مک کال د جنید د وژلو خبر اعلان کړ، خو یوې پوځي امریکايي سرچینې هم د نوموړي د وژل کېدو خبر تر یوه حد سم بللی.
امریکا ادعا لري، دغه هکر په منځني ختيځ کې د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانې د وېبپاڼې په ګډون په ګڼو امریکايي ګورتپاڼو (وېبسایټونو) انټرنېټ بریدونه کړي دي.
ویل کېږي حسین له لوېدیځ نه له ''اسلامي دولت'' سره د ځینو کسانو د یوځای کېدو لپاره هم ډېر کار کړی.
دا هم ویل شوي چې حسین د بریتانیا د مخکیني لومړي وزیر ټوني بلیر برېښنالیک هم خراب کړی و، او د هغه ځینې اړوند معلومات یې خپاره کړي وو، چې بالاخره په ۲۰۱۲ کال په شپږو میاشتو بند محکوم شو.
حسین د ''زهرو یا Team Poison'' ډلې مهم غړی و، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دغې ډلې د شاوخوا ۱۴۰۰ انټرنېټي حسابونو، د شرکتونو او نړیوالو مؤسسو اړوندو وېبپاڼو د ماتولو پړه منلې وه.
________________________________________________________________________
بریتانوي جهادیان

د عکس سرچینه، BBC World Service
- ۳۶ هغه کسان دي چې د وژل کېدو خبر یې ورکړل شوی
- ۱۵ هغه کسان دي انګلستان کې محکمو تورن کړي
- ګڼ نور شاید سوریه او عراق کې ژوندي وي او فعالیت ولري








