روسې د اوکراين فلم جوړونکی په ۲۰ کاله بند محکوم کړی

د عکس سرچینه، RIA Novosti
په روسيه کې محکمې د اوکراين فلم جوړونکی اولېګ سېنټسو د ترهګرۍ په تور په ۲۰ کاله بند محکوم کړی دی.
۳۹ کلن سېنټسو د ۲۰۱۴ کال د مۍ مياشت کې د روسيې پر وړاندې د لاريون پر مهال اوکراين کې نيول شوی و.
ده پر خپل ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.
روسيه دغه فلم جوړونکی د سياسي بندي په توګه نه مني. د کريميا يو بل فعال اليکساندر کولچينکو له سېنټو سره يو ځای محاکمه او پر ۱۰ کاله بند محکوم شوی و.
دغه پرېکړه د روسيې په جنوبي ښار روسټو ان ډان کې په يوه پوځي محکمه کې ترسره شوه.
سېنټو چې د خپل ۲۰۱۱ کال فلم ګمر، له امله مشهور دی، د ترهګريزې ډلې د جوړولو او ښار کې د دو بريدونو تور پرې لګېدلی دی.
د اوکراين دولت وايي دغه کس ته ځکه سزا ورکړل شوه چې په کريميا کې اوسېږي او د اوکراين ملاتړ کوي.
فلم جوړونکي دغه تورونه رد کړي او وايي د جرم د قبلولو لپاره وهل شوی او په زور اړ ايستل شوی چې دغه تور قبول کړي.
تحقيق کوونکو يې د وهلو او په زوره جرم قبلولو تورونه رد کړې دي او وايي ده خپل ځان ته په خپله زيان رسولی دی.
اولېګ سېنټسو يو له هغو اورکراينايو دی چې د روسيې له خوا نيول شوي. يو پوځي پيلوټ نډيا سوچېنکو هم د دوو کسانو د وژلو په تور محاکمه کېږي.
امريکا دواړه د روسيې له خوا د يرغمل شويو کسانو په توګه پېژني.








