مدیترانه سمندر کې د کډوالو کښتۍ ډوبه شوې

د عکس سرچینه، Reuters
د ایټالیا کې سمندري ځواکونه وايي په میترانه سمندر کې یوې کښتۍ کې، چې کډوال پکې ناست وو له ۴۰ ډېر کسان وژل شوي دي. د
د سمندري ساتونکو په وینا ګڼ شمېر کسان ژغورل شوي دي او وايي مرستندویه چارې دوام لري.
د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې د دغې کښتۍ ۳۰۰ مساپر ژوندي ژغورل شوي دي.
رپوټونو کې ویل شوي دي، چې ډېری کسان د کښتۍ تر غولي لاندې په یوه لنډ تنګ ځای کې پټ شوي وو، چې د ساه ایساریدو له کبله وژل شوي دي.
اروپايي چارواکي وايي اروپا ته د سږکال اوږدو کې د ۲۵۰ زره کډوالو ورتګ، چې ډېری یې د کښتیو په وسیله ورغلي له ' بېړنیز ورهاخوا ' دی.
دغه کښتۍ له لیبیا نه د اروپا پر لور روانه وه، چې واوښته.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په وینا ۲۰۱۵ کال اوږدو کې ډېری غیر قانوني کډوالو د مدیترانې سمندر له لارې اروپا ته د تلو هڅه کړې.




