بنګله دېش: د بلاګ لیکوال وژنې په تړاو دوه کسان نیول شوي

د عکس سرچینه، Facebook
بنګله دېش کې پولیس وايي د آیتهسټ بلاګ لیکوال نیلوی نیل د وژنې په تور یې د یوې ممنوع اعلان شوې سخت دریځه ډلې دوه مشکوک غړي نیولي دي.
د دوی په خبره پر دغو دواړو کسانو شکونه کېږي، چې له انصارالبنګله سخت دریځي ډلې سره تړاو لري، چې پر بلاګرانو د مخکنیو بریدونو شکونه هم پرې کېږي.
لیکوال نیلو نیل تېره اونۍ پلازمېنې ډاکې کې د نامعلومو کسانو لخوا خپل کور کې په چړو وژل شوی و.
د سږ کال اوږدو کې د نوموړي وژنه د سیکولر بلاګ لیکوالو وژنې څلورنه پېښه وه.
پولیس وايي نیول شوي کسان د نیلونیل وژنې پېښې کې لاس درلودونکي مهم کسان دي.
د نیلونیل وژونکي کسان د هغه کور ته د کرایي کور موندلو په پلمه ورغلي وو.
بنګله دېش رسماً سیکولر هېواد دی، خو ګوتنیونکي وايي چارواکي پر بلاګ لیکوالو د سخت دریځو د بریدونو پر وړاندې بې پروايي کوي.
سیلهټ سیمه کې د مې میاشت کې سخت دریځو وسله والو سیکولر بلاګ لیکوال اننتا بیجوی داس په چړو وواژه.
ویل کېږي، چې سخت دریځو اسلامپالو هغه ته د وژلو ګواښونه کړي وو.
مارچ کې یو بل لیکوال واثیق الرحمان پلازمېنه ډاکه کې ووژل شو.
له دې مخکې فبرورۍ میاشت کې ابیجیت رای نومي بلاګ لیکوال د اتهیزم مخکښتوب او همجنس پرستي مسایلو په اړه له څرګندونو وروسته وژل شوی و.








