د پي کې کې ګوند مشر ترکیه د ''اسلامي دولت ''په ساتنې تورنوي

د کردستان کارګر (پي کې کې) ګوند مشر جمیل بیک پر ترکیې تور پورې کړی، چې ددغه ګوند پر غړو د بریدونو له لارې په حقیقت کې د ''اسلامي دولت'' ډلې ساتنه کوي.
ښاغلي بیک د بي بي سي خبریال ژیار ګل ته ویلي، د هغه په باور د ترکیې ولسمشر رجب طیب ایردووان د ''اسلامي دولت'' ډلې د بریا غوښتونکی دی، چې په دې سره د کردانو د لاسته راوړنو مخه ونیسي.
د پي کې کې کردي جنګیالي په سوریه او عراق کې د ''اسلامي دولت'' پروړاندې ځینې پرمختګونه کړي دي.
خو ترکیه او ځینې نور لوېدیځ هېوادونه پي کې کې یوه ''ترهګره'' ډله بولي.
د ترکیې او پي کې کې ترمنځ په وروستیو کې اوربند شوی، چې بالاخره په تېر جولای کې دغه اوربند مات شو، او ترکیې د عراق په شمال کې د پي کې کې پر مرکزونو بمبارۍ وکړې.
دغه بریدونه په سوریه کې د ''اسلامي دولت'' ډلې پرضد له بریدونو سره هم مهاله وو.
څارونکي وايي، ترکیه د ''اسلامي دولت'' په پرتله تر ډېره د پي کې کې جنګیالي په نښه کوي.
خو ترکي چارواکي وايي، د ''اسلامي دولت'' پروړاندې عملیات د کردانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره نه دي. ترکیې په چارشنبې د ''اسلامي دولت'' پروړاندې د یوه پراخ برید لپاره پروګرام جوړ کړ.
له ۱۹۸۴ کال راهیسې د ترکي حکومت او پي کې کې ګوند ترمنځ په نښتو کې تر ۴۰ زرو ډېر کسان وژل شوي.
په ۱۹۹۰ لسیزه کې، دغه ګوند د یوه کردي هېواد د جوړولو له غوښتنې لاس په سر شو خو په مقابل کې یې د کورواکې ادارې جوړېدل وغوښتل.
ددغه ګوند بندي مشر عبدالله اوجلان د ۲۰۱۳ کال په مارچ میاشت کې د اوربند غوښتنه وکړه.
خو په وروستیو اونیو کې د ترکیې په کرد مېشتي سوروچ ښار له یوه ځانمرګي برید وروسته، چې پړه یې پر ''اسلامي دولت'' واچوله شوه او ۳۲ کسان پکې ووژل شول، یوځل بیا اړدوړ ډېر شو.
د پي کې کې پوځي څانګې دوه ترکي پولیس افسران ووژل، ځکه ادعا یې کوله چې په ځانمرګي برید ک یې له ''اسلامي دولت'' ډلې سره همکاري لرله.
خبرې ''یوازېنۍ لار''
ښاغلي بیک وویل، د کردانو د ستونزې د حل لپاره یوازېنۍ لاره په خبرو کې ده.

د عکس سرچینه، AFP
دی وايي، که چېرې ترکیه د پي کې کې پروړاندې له بریدونو لاس واخلي، دوی به هم جګړه ودروي، خو نړیوال څارونکي باید د اوربند څارنه وکړي.
خو وړاندې د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو ویلي وو، د پي کې کې تر تسلیمېدو پورې به دو خپل بریدونه جاري وساتي.

د عکس سرچینه، AFP








