جاپان د هیروشیما پر ښار د اتومي برید ۷۰مه کلیزه لمانځي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د جاپان د هیروشیما ښار اوسېدونکي پر دغه ښار د اتومي برید ۷۰مه کلیزه لمانځي.
د ۱۹۴۵م کال د اګست پر شپږمه نېټه، یوې امریکایي پوځي الوتکې د جاپان پر هیروشیما ښار اتومي بم وغورځاوه چې د ښار مرکز یې په بشپړ ډول ویجاړ کړ.
نن په خپله هیروشیما کې ټیک د برید په وخت کې یعنی په سیمه ییز وخت د سهار په اتو بجو او ۱۵ دقیقو یو زنګ وکړنګول شو.
په ټول جاپان کې خلکو د اتومي برید د ۷۰مې کلیزې لمانځلو پخاطر د یوې دقیقې چوپتیا غوره کړه.

د عکس سرچینه، BBC World Service
دا په تاریخ کې د اتومي بم لومړنی برید و.
د بم له چاودېدو سره سملاسي ۷۰ زره کسان ووژل شول.
وروسته بیا ورته شمېر کسان د زهرجنو اتومي وړانګو له کبله مړه شول.
په یوه وینا کې د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې وویل، د هیروشیما ښار له ایرو را پورته شو.
نوموړي چې نږدې ۴۰ زره کسانو ته یې وینا کوله، ټینګار وکړ چې په نړیواله کچه باید د اتومي وسلو پر وړاندې مبارزه وشي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
باور دی پر هیروشیما شوی اتومي برید او تر هغه درې ورځې وروسته د جاپان پر ناګاساکي ښار اتومي برید د دوهمې نړیوالې جګړې پای ته رسولو کې مرسته وکړه.
خو دغه برید د هیروشیما په ښار کې د نژدې یونیم لکو کسانو د مرګ په بیعه تمام شو.
دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېری هم پر هیروشیما د اتومي برید د اویایمې کالیزې په مناسبت په مالیزیا کې د یوې غونډې پرمهال یو لړ څرګندونې وکړې او ویې ویل دا کالیزه دا خبره جوتوي چې له اتومي وسلو پاکې نړۍ لپاره باید کار وشي.
لومړي وزیر ابې وویل اتومي بم هیروشیما کې نه یوازې زرګونه کسان ووژل بلکې ژوندي پاتې شوي یې له حده وتلي کړاوونو سره مخامخ کړل.
ښاغلي ابې وویل "له برید ۷۰ کاله وروسته هم زه غواړم د نړیوالې سولې په اړتیا ټینګار وکړم."
پر هیروشیما د اتومي برید له امله ټول ټال ۱۴۰ زره کسان ووژل شول چې ۷۰ زره یې د برید په ورځ او نور یې وروسته د برید له امله د ورپېښو شویو ناروغیو او ټپونو له امله مړه شول. نن په هیروشیما کې د وژل شویو کسانو په یاد زرګونه فانوسونه په هوا کې پرېښودل شول.








