د یمن ''العند'' هوايي اډه د حوثیانو له لاسه ''ووتله''

د عکس سرچینه، Reuters
رپوټونه وايي، د یمن په سوېل کې د ''العند'' په نوم یوه مهمه هوايي اډه تر یوې درنې نښتې وروسته، د حوثي یاغیانو له لاسه وتلې ده.
رویټرز خبري آژانس د دغې اډې د نیوونکې ډلې د یوه قومندان له قوله ویلي، دغه اډه د عدن ښار په شمال کې پرته ده، چې د یمني ولسمشر عبد ربه منصور هادي د پلویانو او جنګیالیو له خوا تر سختې جګړې وروسته شیعه یاغیان ''تېښتې'' ته اړ شول.
د حوثیانو (انصارالله ډلې) اړوند ''المسیرة'' تلوېزیون په وینا، د سعودي عربستان الوتکو د یمن لحج ولایت کې ''العند'' اډه بمباري کړې ده.
بل خوا، د ایران عربي ژبي ''العالَم'' تلوېزیون په راپور کې ویل شوي، چې العند اډه له حوثیانو څخه نه ده نیول شوې.
د ولسمشر هادي یوه ملاتړي سیمه ییز قومندان بي بي سي ته ویلي، چې په سیمه کې جګړه هم شوې ده ''ملي اردو او د خلکو مقاومت'' وکړای شو چې په بشپړ ډول العند هوايي ډګر او لوېدیځې سیمې بېرته ونیسي.
د تېرې دوشنبې په ورځ د هادي د حکومت ملاتړو ځواکونو له حوثي ملېشو او یاغیانو سره سخته جګړه وکړه، خو په دې جګړه کې د مخکیني ولسمشر علي عبدالله صالح پلویانو هم د العند اډې د نیولو هڅې کولې.
رپوټونه وايي، د سعودي عربستان الوتکو د حوثیانو پر مرکزونو بمباري کړې او د هغوی لسګونه وسله وال یې وژلي دي.
العند هوايي اډه په یمن کې تر ټولو مهم پوځي بنسټ ګڼل کېږي، چې له عدن ښاره نژدې ۶۰ کیلومتره لیرې په لحج ولایت کې پرته ده.
دغه ستراتیژیکه اډه ۱۲ په ۵ کیلومترو ځمکه جوړه شوې ده، چې وړاندې امریکايي ځواکونو د یمن په سوېل کې د القاعدې شبکې د غړو او یا هم پر هغوی د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو لپاره ګټه ترې اخیسته.
العند هوايي اډه د تېرې پېړۍ اتیایمې لسیزې په لومړیو کې د پخواني شوروي اتحاد له خوا د یمن په سوېل کې جوړه شوه چې په سیمه کې هغه مهال له ډېرو پرمختللو هوايي اډو څخه ګڼل کېده.
سکاډ توغندي
په اډه کې د پوځي الوتنو، ځانګړو ودانیو او د جنګي الوتکو پر ساتنځي سربېره، د وسلو امبارونه او د سکاډ توغندیو زېرمې، د هوايي چلند اړوند روزنځایونه، او د اړوندو کسانو او پیلوټانو د اوسېدو ودانۍ هم وې.

د عکس سرچینه، epa
په تېر مارچ میاشت کې امریکايي ځواکونه له دې اډې ووتل او حوثي یاغیانو ته یې پرېښوده.
وړاندې ''الحیات'' ورځپاڼې ویلي وو، شاوخوا ۱۵۰۰ پوځیان – چې ډېری یې د اماراتو دي – د دوشنبې په ورځ عدن ښار ته رسېدلي.








