ميانمار نژدې اووه زره بنديان خوشي کړي

د عکس سرچینه، AFP
دولتي چارواکي وايي ميانمار نژدې ۷۰۰۰ بنديان چې ۲۱۰ يې بهرنيان دي خوشي کړې دي.
د ميانمار د اطلاعاتو وزات پر وينا دغه بښنه ولسمشر د بشري حقونو په خاطر د نومبر له ټاکنو وړاندې کړې ده.
تر اوسه نه ده روښانه چې ايا په خوشي شويو کسانو کې د ميانمار سياسي بنديان هم موجود دي که نه.
د چينايي رسنيو پر وينا خوشي شويو بنديانو کې ۱۵۰ چيانيان هم شته. چين وړاندې د دې کسانو د نيولو په اړه خواشيني څرګنده کړې وه.
د ميانمار ولسمشر تاين سين چې په ۲۰۱۰ کال کې واک ته ورسېد، د ټولو سياسي بنديانو د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.
په ميانمار کې د بښنې دا نوې لړۍ ده، چې په ترڅ کې يې ډېری سياسي بنديان هم له بنده ازاد شوي دي.
د ځينو خبري رسنيو پر وينا ميانمار کې تراوسه هم۱۵۰ سياسي بنديان شته.
د فرانسې د خبرې اژانس پر وينا په خوشي شويو بنديانو کې د استخباراتو هغه پخواني کارکوونکي چې په ۲۰۰۴ کې نيول شوي وو هم ګډون لري.
د چينايي رسنيو پر وينا ۲۱۰ خوشي شوي بهرنيان به ډېر ژر چين ته واستول شي.
ميانمار تېره اوونۍ ۱۵۵ چينايان چې په غېر قانوني توګه يې لرګي وهل نيولي وو.
د چينايي بنديانو له ډلې ۱۵۳ ته يې په غير قانوني ډول د لرګيو وهلو په تړاو د عمري قيد سزا او دوو ۱۷ کلنو هلکانو ته د ۱۰ کاله قيدر سزا ورکړل شوه.
چين د دې کسانو پر درنه سزا اندېښنه ښکاره کړې وه.








