د میانمار شخړو کې نژدې ۵۰ سرتېري وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP
د برما چارواکي وايي، د حکومتي ځواکونو او کوکنګ توکمه یاغیانو ترمنځ په درې ورځنۍ جګړه کې نژدې ۵۰ پوځيان وژل شوي دي.
د برما (ګلوبل نویو لایف آف میانمار) ورځپاڼې ویلي، د چین پولې ته څېرمه د شان ولایت په جګړه کې له هوايي بریدونو هم ګټه اخیستل شوې.
میانمار کې د بي بي سي خبریال جونا فیشر وايي، دا په تېرو دوو کلونو کې تر ټولو ډېره خونړۍ جګړه وه.
دا جګړه داسې مهال شوې، چې د حکومت او یاغي ډلو ترمنځ د سولې د تړون رامنځ ته کېدو لپاره هلې ځلې روانې دي.
داسې رپوټونه هم شته چې خلک د جګړې له سیمو وتلي دي.
چین ویلي، له میانمار نه د چین سوېلي یونن ولایت ته د تېرې سې شنبې په ورځ خلک کډوال شوي دي.
کوکنګ د چین هان توکمه دي چې پوځي ښاخ یې د برما د هغه کمونیست ګوند یوه برخه ده، چې په ۱۹۸۹ کال دړې وړې شو.
کوکنګ له تېرو څو کلونو راهیسې د برما ـ چین ترمنځ د سرحدي سیمې واک په لاس کې لري.
ښکاري چې په برما کې د وروستیو نښتو تر شا په چین کې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د تبعید شوي مشر فون کیا شین لاسونه دي.
فون کیا شین په ۲۰۰۹ کال له هېواده د برما د پوځ له خوا تېښتې ته اړ شو، خو په وروستیو کې تر ستنېدا وروسته یې د کوکنګ د حقونو ترلاسه کولو ژمنه وکړه.
د (ګلوبل نیو لایټ) ورځپاڼې ویلي، په وروستیو څلورو ورځو کې شان ولایت کې حکومتي ځواکونه له شان یاغیانو سره ۱۳ ځلې کېوتي دي.
شان یاغیان ځانونه د میانمار ملي دیموکرات ایتلاف پوځ بولي.
یاغیانو په شان کې کې د کوکنګ مرکز لوکای ښار ته څېرمه د پوځ پر مرکزونو بریدونه کړي دي.








