ناټو غړي هېوادونه د ترکي، سوریې پولې بحران په اړه غونډه کوي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د ناټو ټولو ۲۸ غړو هېوادونو استازي په یوه بېړنیزه غونډه کې د 'اسلامي دولت' ډلې او کرد وسله والو پر ضد د ترکیې کمپاین پر موضوع د خبرو لپاره بېړنیزه غونډه کوي.
برسلز کې دغه غونډه د ترکیې په غوښتنه بلل شوې ده.
دغه هېواد دا وروستیو کې د سوریې بحران کې ښکېل شوی دی. مخکې ترکیې په دغه کړکېچ کې له مداخلې کولو ډډه کوله، خو اوس یې د عراق شمال کې د کردانو پي کې کې وسله والو او دغه راز سوریې کې د 'اسلامي دولت' ډلې د وسله والو پر هدفونو هوايي بریدونه کړي دي.
دغه بریدونه د ترکیې خاوره کې دننه د وسله والو له بریدونو وروسته پیل شوي دي.
د ناټو مهم غړي ترکیې د سې شنبې په ورځ د ناټو بنسټیزې هوکړې د څلورمې مادې له مخې د ناټو سازمان د دغې غونډې بللو غوښتنه وکړه.
یاده ماده غړو هېوادونو ته په داسې حالت کې، چې ځمکنۍ بشپړتیا او منیت ته یې خطر متوجه وي د دغه ډول غونډې بللو حق ورکوي.
دا پتځم ځل دی، چې د ناټو سازمان کوم غړی هېواد د دغه ډول کومې غونډې بللو غوښتنه کوي. دغه غونډه کې به د ترکیې او امریکا متحدو ایالتونو د هغه پلان په اړه هم غور وشي، چې د سوریې شمال کې د اسلامي دولت ډلې له وسله والو تشه سیمه ( بفرزون ) جوړول غواړي.
امریکا ویلي دوی له ترکیې سره په ګډه د سوریې شمال کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد د پوځي عملیاتو پر پلان کار کوي. د بهرنیو چارو وزارت مارک ټونر بي بي سي ته ویلي، چې

د عکس سرچینه، AP
' ویلای شم، چې دا به اسلامي دولت ډلې ته د ماتې ورکولو او د دغې ډلې ځپلو او له منځه وړلو او دغه راز د یوې داسې سیمې رامنځته کولو هڅه ده، چې پکې د دغې ډلې نفوذ پکې نه وي.'
د ترکیې او امریکا تر منځ دغه خبرې له 'اسلامي دولت' ډلې سره د ترکیې پالیسي کې له وروستیو بدلونونو وروسته شوې دي.
بل لور ته د کردانو پي کې کې ډلې ویلي چې ترکیه د 'اسلامي دولت' ډلې پر ضد د بریدونو په پلمه له دوی سره جګړه کوي.
خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر میولوت غوص اوغلو، وايي د پي کې کې او اسلامي دولت ډلې تر منځ توپیر نه شته.
نوموړي وویل: "تاسو نه شئ ویلی چې پي کې کې ځکه ښه ده چې د اسلامي دولت ډلې پر ضد جنګېږي. آیا هغوی د سوریې د حاکمیت او سولې لپاره جنګېږي؟ نه".
"هغوی غواړي د سوریې ځینې سیمې ونیسي او بیا خپلو منځو کې د واک پر سر وجنګېږي".
دا په داسې حال کې ده چې سوریه کې هغو کردي جنګیالیو چې د اسلامي دولت ډلې پر ضد جنګېږي، تور لګولی چې ترکیې یې پر مرکزونو بمبارۍ کړې دي.








