اقصی جومات کې د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ اړدوړ

د عکس سرچینه، reuters
په ختیځ بیت المقدس کې د اسرائیلي پوځيانو او فلسطیني ځواکونو ترمنځ هغه وخت نښته شوې، چې پوځيان د القدس جومات انګړ ته ننوتل.
رپوټونه وايي، فلسطینیانو د شنبې په ورځ لاریون کړی و، چې هلته به اسرائیلیان نه ورپرېږدي، بیا یې پر اسرائیلي پولیسو – چې د دوی د لاریون د ماتولو لپاره ورغلي وو - تیږې ویشتلې دي.
خو اړدوړ وروسته تر هغه ډېر شو، چې الاقصی جومات ته د شپې سخت دریځي یهودان ورغلل، او د دوی د ادعا له مخې یې هلته د ''غره هیکل'' په انګر کې عبادت کول غوښتل.
د فلسطین خبري رسنیو ویلي، اسرائیلي ځواکونه الاقصی جومات ته ننوتي او هلته یې پر موجودو فلسطیني ځوانانو غږ لرونکي او وېروونکي ربړي ګرنېټ ویشتلي دي.
اسرائیلي پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي ''پټ مخو اړدوړ جوړوونکو د جومات د ننه پر پولیسو تیږې او نور څیزونه ویشتلي چې ګڼ پولیس یې ټپیان کړي دي.''
خبرپاڼه زیاتوي، د اړدوړ ختمولو لپاره پولیسو مداخله کړې او د جومات ټولې دروازې یې تړلې دي.

د عکس سرچینه، AFP
فلسطینیانو پر اسرائیلي سخت دریځو تور پورې کړی، چې الاقصی جومات ته یې د ننوتلو هڅه وکړه، چې په وینا یې هلته یې اسرائیلۍ ډلې د ټولنیزو رسنیو له لارې د ''هیکل د خرابولو د یاد'' لمانځلو په تړاو د اسرائیلیانو د راغونډېدو دعوت کړی دی.
د اې ایف پي خبري آژانس یوه عکاس ویلي، اسرائیلو سپږ فلسطینیان نیولي دي.
اسرائیلي رسنۍ وايي، فلسطینیانو وسلې لرلې.

د عکس سرچینه، Getty








