د ګوګل مالي ارزښت ۶۰ میلیارد ډالر لوړ شوی

د عکس سرچینه، AP
د ګوګل مالي ارزښت ۶۰ میلیارد لوړ شوی په بازار کې د ګوګل شرکت د ونډو لوړوالی د ۶۰ میلیارد ډالرو په ارزښت مالي ارزښت لوړ شوی دی.
ګوګل په سلو کې د خپلو وڼډو لوړوالی ۱۷،۲۶ بند کړی، دا ځکه چې د دغه شرکت ګټلې پر ګرځنده تیلېفون او یوټیوب بیخي ډېرې شوې دي.
د ارزښت لوړوالي ګوګل ته دا وړتیا ورکړې ده چې مالي ارزښت یې ۴۰۰ میلیارد ډالرو ته ورسېږي، او له اپل شرکت وروسته د ګټې له اړخه دویم مقام خپل کړي.
د اپل د ګټو کچه نژدې ۷۴۵ میلیارد ډالر ده.
ددې معنا دا ده چې د لاريپیج شرکت او وسیرګي پراین بنسټګرو یوازې په یوه ورځ کې د ۴۰ میلیارد ډالرو په ارښت ګټه کړې ده.
ګوګل د مالي بازارونو له تړلو وروسته وویل، په دویمه نیمايي کې یې ګټې ۳،۳۹ میلیارد ته لوړې شوې، په دې معنا چې د تېر کال په همدې موده کې کمې یعنې ۳،۳۵ میلیارد ډالر وې.
دغه پایلې د شنونکو د تمو خلاف په تېرو کلونو کې په پرله پسې توګه لوړې وې دي.
د ګوګل مالي مره روت پورات وايي، شرکت یې د ګرځنده تیلیفون په مټ ډېره ګټه کړې ده، خو پر یوټیوب د کاروونکو له خوا یې وېډیوګانو کتلو هم ډېره ګټه کړې ده.
دا وايي، د یوټیوب کاروونکو شمېر یو میلیارد کسانو ته رسېدلی، او پر یوټیوب د کتونکو شمېر پر تلویزیون د کتونکو له شمېره زیات دی.








