"اتومي هوکړه د ایران ګاونډیانو ته متوجه ټول ګواښونه له منځه نه وړي"

د عکس سرچینه، Getty
ولسمشر اوباما ویلي، چې له ایران سره شوی اتومي هوکړه لیک د نړۍ د خوندیتابه لپاره یو داسې فرصت دی، چې په ژوند کې یو ځل برابریږي.
د تېرې سې شنبې په ورځ(جولای ۱۴) له ایران سره شوې اتومي هوکړې پر بنسټ د ایران اتومي فعالیتونه تر ډېره محدود شوي، چې په بدل کې به پر ایران لګېدلي اقتصادي بندیزونه لرې کړی شي.
را تلونکې اونۍ به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغې هوکړې په اړه خپله رایه ور کړي.
د تېرې چهار شنبې په ورځ د امریکا ولسمشر بارک اوباما پر امریکايي تلویزیون خپرېدونکې وینا کې وویل، دغه هوکړه د ایران لخوا د هغه ګاونډیانو ته د دغه هېواد له لوري ټول متوجه ګواښونه له منځه نه وړي خو دا خبره باوري ده چې ایران به اتومي وسلو ته لاسرسی ونه مومي.
نوموړي دا هم وویل، چې له ایران سره د اتومي هوکړې منتقدانو مقابله له'۹۹ سلنه نړۍ او د اتومي دانشمندانو له اکثریت سره ده'.
د بارک اوباما پر خبره د هوکړې په اړه به د امریکا په کانګریس کې تاوده او مدلل بحثونه وشي. د امریکا اپوزیسیون جمهوریت غوښتونکي ګوند پر ولسمشر اوباما له ایرانه سره د 'سولې' کولو تور لګولی.
اوباما له ایران سره د اتومي هوکړې پر منتقدینو غږ وکړ، چې که بله کومه لاره دوی ته معلومه وي نو را مخې ته دې شي.
بارک اوباما وايي:"د نړۍ ۹۹ سلنه وګړي او ډېری اتومي کارپوهان په دې باور دي چې دغه هوکړه ایران د اتومي بم له څښتن کېدو ژغوري او تاسو دا وايي، چې داسې به ونه شي او که وشي هم لنډ مهاله به وي نو له تاسو سره باید د دې بدیل وي".
د امریکا ولسمشر وايي، که له ایران سره اتومي هوکړه نه وای شوې په 'منځني ختیځ کې به د جګړو ډېرېدو خطر موجود و'.

د عکس سرچینه، AFP
بارک اوباما هیله وښوده چې له ایران سره له هوکړې وروسته به له ترهګرۍ د ملاتړ او د منځني ختیځ د بې ثباته کولو په تړاو د ایران پټې هڅې بدلې شي.
د نوموړي په وینا، په یمن او سوریه کې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره له ایران سره د مرستې هیله لري خو د دې لپاره د هیڅ کوم یوه شرط اېښودو ته چمتو نه دی.
اوباما د امریکا د کانګریس غړو ته وویل، چې نوموړی دغه هوکړه د 'حقیقت پر بنسټ ارزوي نه د سیاست پر بنسټ'
کانګریس دوه میاشتې وخت لري چې دغه هوکړه وارزوي.








