د ایران اتومي تړون او نړیوال غبرګونونه

د عکس سرچینه، AP
ایران او د نړۍ شپږ لوی ځواکونه د میاشتو او آن د کلونو تر خبرو اترو وروسته د دې هېواد د هستوي پروګرام پر سر یو تړون ته سره رسېدلي.
وروسته له هغې چې نن سهار نړیوالو رسنیو د دې تړون خبر ورکړ، یو شمېر نړیوالو مشرانو او هېوادونو یې په اړه خپل غبرګون څرګند کړ.
د اسرائیلو لومړي وزیربنیامین نتیاهو وویل، دا تړون یوه تاریخي تېروتنه ده.
ده ټینګار وکړ چې په تړون کې ایران ته ډېر امتیازونه یا مراعات ورکړل شوي، چې ورسره به ایران په اسانۍ سره هستوي وړتیا ترلاسه کړي.
لومړي وزیر نتنیاهو زیاته کړه چې د تړون له مخې به ایران ملیاردونه ډالر هم ترلاسه کړي، او د همدې پیسو پر مټ به تهران وکولای شي چې، د ده په وینا، خپل د ترهګرۍ ماشین روان وساتي.
خو د امریکا ولسمشر باراک اوباما ویلې، د شوي تړون له مخې به ایران ته ګرانه وي چې د هستوي وسلو د ترلاسه کولو هلې ځلې روانې وساتي.
ده وویل، که تړون پلی شي نو ټوله نړۍ به لا ډېره خوندي شي.
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر فېلېپ هامونډ ویلي، اتلس میاشتې وړاندې د دا ډول یو تړون هېڅ تمه نه کېده.
یو ښه تړون شوی، خو لا هم ډېر کار پاتې دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، په تړون کې هغه ماده ځای پر ځای شوې چې د ولسمشر پوتین لخوا یاده شوې وه، او هغه دا چې ایران د یو سوله ییز هستوی پروګرام درلودلو حق لري.
د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل ویلي، نړۍ اوس داسې تړون ته ډېره نږدې شوې چې هستوي وسلو ترلاسه کولو څخه ایران راوګرځوي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي، هېواد به یې پر شوي تړون نظر ساتي او د دې تظمین به کوي چې سم پلې کېږي، او ایران د هستوي وسلو د جوړولو توان نه لري.
د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون وایي له دې تړون سره به په منځني ختیځ کې سوله او ثبات رامنځته شي او د ګواښونو د مخنیوي لپاره به سیمه ییزې همکارۍ ته لار هواره کړي.








