د سعودي د بهرنیو چارو مخکینی وزیر سعود الفیصل ومړ

سعود الفیصل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، سعود الفیصل ۴۰ کلونه د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر پاتې شوی، چې دا په ګرده نړۍ کې د بهرنیو چارو وزارت پر پوست ډېره موده پاتې کېدل دي.

د سعودي شاهي دېوان وايي، ددغه هېواد د بهرنیو چارو مخکینی وزیر سعود الفیصل په امریکا کې مړ شوی دی.

د سعودي رسمي خبري آژانس ویلي ''جلالتمآب شهزاده سعود بن فیصل بن عبدالعزیز آل سعود، چې د دولت وزیر او د وزیرانو شورا سلاکار وزیر و، وفات شوی دی''.

په اعلامیه کې ویل شوي، نوموړی د امریکا په متحدو ایالتونو کې مړ شوی، چې د جنازې لمونځ به یې په مکه مکرمه کې د شنبې ورځې د ماسخوتن تر لمانځه وروسته وشي.

نوموړی دوه میاشتې وړاندې د روغتیايي ستونزو له کبله له خپلې دندې لاس پر سر شوی و.

سعود الفیصل ۴۰ کلونه د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر پاتې شوی، چې دا په ګرده نړۍ کې د بهرنیو چارو وزارت پر پوست ډېره موده پاتې کېدل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري فیصل ''یو تجربه کار، نرم، دقیق فکر کوونکی او په اخلاص سره د خپل هېواد د خادم''په توګه یاد کړی.

سعود الفیصل په لنډو ټکو کې

د سعودي د بهرنیو چارو مخکینی وزیر سعود الفیصل د ۱۹۴۰ کال د جنورۍ پر دویمه زیږېدلی. نوموړی د پاچا فیصل (چې د ۱۹۶۴ او ۱۹۷۵ کلونو ترمنځ یې واکمني کړې ده) دویم زوی و.

سعود الفیصل په سعودي کې دودیز او لوېدیځ تعلیم سره یوځای کړل، چې د سعودي پر یوې نړیوالې څېرې مشهور شوی و.

په ۱۹۶۴ کال یې د امریکا برینسټن پوهنتون اقتصاد کې زده کړې بشپړې کړې. په ۱۹۷۰ کال د پیټرولو او طبیعي زېرمو د ټولنې (پیټرومین) چې د سعودي د حکومت اړوند و، مرستیال مشر شو.

سعود الفیصل ته په سعودي کې د سیاسي او ټولنیزو اصلاحاتو د یوه مخکښ غوښتونکي په سترګه کتل کېدل، خو ویل به یې چې اصلاحات باید په تدریجي ډول په کور د ننه پیل شي، نه چې له بهره پر هېواد وتپل شي.

په بهرني سیاست کې ښاغلی فیصل پر ایران د سختو بندیزونو غوښتونکی و، دا یې هم ویل چې د ایران پر ځینو مشرانو دې بهر ته پر سفر بندیز ولګول شي.