د هند فلمي ستوري شاهد کپور واده مراسم پیل شول

د عکس سرچینه،
د هندي فلمونو مشهور لوبغاړی شاهد کپور نن د ډیلي یوې اوسېدونکې نجلۍ میرا راجپوت سره واده کوي.
د این ډي ډي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې له تېرې شپې راهیسې د دغه واده مراسم پیل شوي دي.
شاهد کپور ۳۴ کاله عمر لري او میرا ۲۱ کلنه ده.
د هند انډین ایکسپریس ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، چې د واده مراسم پلازمېنې ډیلي ته څېرمه چهتر پور فارم کې تېره شپه پیل شوي دي.

د عکس سرچینه، twitter
مراسمو کې د شاهد او میرا د کورنیو غړو تر څنګه نژدي دوستانو ګډون کړی و.
د شاهد واده په اړه د رپوټونو له خپرېدو وروسته کرینه کپور سره د هغه د اړیکو په اړه هم پوښتنې راپورته شوې، ځکه د دواړو تر منځ یو مهال کلکه دوستي وه.
داسې هم ویل کېږي، چې شاهد کرینه کپور او د هغې مېړه سیف علي خان ته د واده مراسیمو کې د ګډون بلنه ورکړې.
د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د رپوټ له مخې کرینه کپور ویلي، چې د واده بلنلیک ورته نه دی رسېدلی، خو وايي هغوی ته د ښه راتلونکي هیله کوي.
د واده بلنلیک د چایو بکس ته ورته جوړ شوی، ځکه د شاهد پلار پنکج کپور له چایو سره ډېره مینه لري.
د بلنلیک مشهور ډیزاینر رویش وايي د نوموړي واده میلمستیا ته تر ۵۰۰ پورې کسان بلل شوي دي.
د نوموړي واده میلمستیا په دې موخه ممبۍ کې ترتیب شوې، چې وايي د فلمي نړۍ ډېر غړي وکولای شي پکې ګډون وکړي.








