اروپايي مشرانو د ۴۰ زره کډوالو پر لېږد هوکړه کړې

د عکس سرچینه، EPA
د اروپايي ټولنې مشرانو په بروکسل کې هوکړه کړې، چې په ایټالیا او یونان کې د شته کډوالو ځای پر ځای کولو چارې به چټکې کړي.
د اروپايي ټولنې مشر ډونالډ توسک ویلي، د دغو کډوالو له ډلې به ۴۰ زره کډوال په راتلونکو دوو کالونو کې نورو اروپاي هېوادونو ته ولېږدول شي.
تر دې دمه د اروپايي ټولنې غړي د کډوالو د شمېر منلو په اړه هوکړې ته نه دي رسېدلي.
ښاغلي توسک مخکې له دې له اروپايي ټولنې غوښتي و، چې د هغو کډوالو مسوولیت چې د بېړیو په وسیله یې تر اروپا ځانونه رسولي سره ووېشي.
د رپوټونو پر بنسټ سږ کال لږ تر لږه ۱۵۳ زرو ناقانونه کډوالو اروپا ته د تګ هڅه کړې چې د تېر کال پرتله یې کچه لوړه شوې ده.
د ښاغلي توسک په خبره، د اروپايي کمېسیون طرحه چې د کډوالو د منلو د اجباري ونډې په اړه وه د ځینو هېوادونو مخالفت له کبله ونه منل شوه.
د اروپايي ټولنې په سږنۍ ناسته کې چې د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې پیل شوه د کډوالو بحران په مهمه موضوع بدل شوی.
ایټالیا د کډوالو په برخه کې له اروپايي هېوادونو د لا زیاتې مرستې غوښتنه کړې.
دغه کډوال له منځني ختیځه او د افریقا له بېلا بېلو هېوادونو څخه د لیبیا له ساحله د اروپا پر لور روانېږي.
ملګري ملتونه وايي، سږ کال ۶۳ زره کډوال د سمندر له لارې یونان او ۶۲ زره کسان ایټالیا ته ننوتي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د ښاغلي توسک د غوښتنې په ملاتړ وویل:"هر اروپايي هېواد باید د کډوالو د منلو ژمنه وکړي".
په اروپا کې د کډوالو بحران د جنګ ځپلې سوریې وګړو تېښتې سره ډېر شوی دی.
د سوریې ډېری وګړي، چې شمېر یې له ۳ میلیونو اوړي ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي دي.
اروپا ته له سوریایانو سره سره د اریټیریا، سومالیې او ځینو نورو افریقايي هېوادونو کډوال هم اوښتي.








