د کوپړۍ د پیوندولو لومړي بریالي عملیات

د عکس سرچینه، BBC World Service
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
امریکايي ډاکټرانو ویلي، د یوه ۵۵ کلن سړي د کوپړۍ او پوستکي د پیوندولو په لومړیو عملیاتو کې بریالي شوي دي.
ډاکټران وايي، دا عملیات یې د ټکساس ایالت په بویسن متودیست روغتون کې وکړل، چې ټیک ۱۵ ساعت وخت یې واخیست.
جیمز بویسن وویل، کله چې په خود کې شو، هک حیران شو، چې د کوپړۍ او پوستکي رنګ یې د خپل پخواني پوستکي په څېر و.
جیمز بویسن یو ډول معمولي سرطان درلود.
نوموړي په ۱۹۹۲ کا د بنکریاس د زرع کولو عملیات هم کړي وو، چې هدف یې د شکر ناروغۍ له منځه وړل وو، خو څه خبر و چې درمل به یې د سرطان ناروغۍ خطر ډېرویو همدا وو چې په ۲۰۰۶ کال د سرطان ناروغۍ نښې پکې ولیدل شوې .
د نوموړي د سر یوه برخه د سرطان ناروغۍ له کبله ډېره زیانمنه شوې وه.
له ۱۸ میاشتو څېړنو او آزموینو وروسته ډاکټرانو وکړای شو چې یوه خیراتي کوپړۍ او پوستکی ورته ومومي.
هالنډي ډاکټرانو د ۲۰۱۴ اپرېل کې وکړای شو چې د یوې ۲۲ کلنې ناروغۍ د کوپړۍ بریالي عملیات وکړي، خو د جیمز بویسن د کوپړۍ عملیات پخپل ډول کې لومړي ځکه وو، چې په پایله کې د هغه پیوند شوې کوپړۍ او د سر پوستکی د خپل پخواني پوستکي په څېر ښکارېده.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د جیمز د کوپړۍ په عملیاتو کې ګډونوالو ډاکټرانو ویلي، دوی څلور کاله وړاندې د ورته عملیات لپاره چمتووالی نیولی و، خو د یوې خیراتي کوپړۍ په لټه کې وو.
جیمز بویسن له عملیاتو وروسته، د ټوکې په ډول وویل، اوس یې پر سر دومره ویښتان دي چې په ۲۱ کلنۍ کې هم دومره نه وو او دا عملیات یې یو اوږد سفر وباله:
''دا یو اوږد سفر و او زه له ټولو هغو ډاکټرانو د زړه له تله مننه کوم، چې په دې پیوندکارۍ کې یې برخه واخیسته''.
د هیوسټن میتودست روغتون ډاکټر مایکل کلیبو وویل: ''دا ډېر پېچلي عملیات وو؛ ځکه چې موږ له مایکرو جراحۍ پکې ګټه واخیسته. له یوه انچ نه په لږ ځای کې تر ۱۶ ډېر د انسان د وېښتانو په اندازه کوچني رګونه وو''.








