د ګانا تېلو پمپ کې اورلګېدو ۱۷۵ کسان وژلي

د عکس سرچینه، AP
شاوخوا ۱۷۵ تنه هغه وخت د اور په لمبو کې لولپه شول کله چې د ګانا هېواد په اکرا ښار کې یوه پیټرول سټیشن اور واخیست.
اور د چهارشنبې په شپه هغه وخت ولګېد کله چې ښاریان له دوو ورځو راهیسې د شدید باران سره لاس او ګریوان وو.
تېزو بارانونو ګڼ خلک بې کوره او له برېښنا بې برخې کړي وو.
د بي بي سي خبریال سامي ډارکو له اکرا نه راپور راکوي چې باراني سېلابونو د مرستندویه هڅو په مخ کې خنډونه پیدا کړل او کېدای شي د اورلګېدا لامل هم وي.
ولسمشر جان ډراماني ماهاما د دوشنبې له ورځې د درې ورځني ملي ماتم اعلان کړی.
زموږ خبریال وایي، فکر کېږي چې دا خلک د پیټرول سټېشن تر چتر لاندې له تیز بارانه پټ ول چې هلته اور ولګېد.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، BBC World Service
ولسمشر ماهاما سوځېدلي پیټرول پمپ ته ورغی او د وګړو مړینه یې یوه (بې سارې غمیزه) وبلله.
هغه ژمنه وکړه چې نور به خلکو ته اجازه ورنه کړي چې د ویالو پر سر ودانۍ جوړې کړي، هغه فکتور چې ګومان کېږي ددې پېښې لامل شوی وي.
د حادثې ورسته د هیواد لروبر ښوونځي وتړل شول او له کورنیو یې وغوښتل چې ماشومان په خپلو کورونو کې وساتي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، Reuters








