نيپال کې له زلزلې وروسته ښوونځي بېرته پرانيستل شوي

د عکس سرچینه، bbc
په نيپال کې د اپرېل مياشتې له وژونکې زلزلې وروسته د ماشومانو پر وړاندې ښوونځي بېرته پرانيستل شوي دي.
د زلزلې له کبله له ۲۵۰۰۰ زيات صنفونه ړنګ شوي وو.
ويل کېږي په دې زلزله کې شاوخوا ۸۰۰۰ کسان وژل شوي او د ملګرو ملتونو په وينا اته ميليون نور يې اغېزمن کړي دي.
دوی وايي د نيپال د ټول نفوس نژدې څلورمه برخه وګړي د زلزلې له کبله سخت اغېزمن شوي او زيان يې ليدلی دی.

د عکس سرچینه، AFP
زياتره ښوونځي په لنډمهالې توګه له لرګيو، خېمو او باڼس جوړ شوي دي. په صنفونو کې ماشومان په سرګرميو بوخت دي چې د دوی سره له دې ناورين څخه د وتلو مرسته وکړي.
د زلزلې له کبله د نيپال حکومت له يوې مياشتې په کتمندو کې ښوونځي تړلي وو.
ويل کېږي د زلزلې له کبله په سلګونو زره کورنۍ بې کوره پاتې وې. ډېرې زيانمنې شوې سيمې لکه ګورکه، سېنپچلوک او نوکوټ کې نژدې ۹۰ سلنه ښوونځي ويجاړ شوي وو.
د نيپال د پوهنې وزارت يوه کارکوونکي لوډيو اوستي انډيا ټايمز ته ويلي، "دا لنډ مهالي صنفونه به د راتلونکو دوه کلونو لپاره کار ورکړي تر هغو چې موږ د ښوونځيو ودانۍ بېرته جوړ وو"
دوی وايي د ښوونځې ورځې به لنډې وي او زيات وخت به د ماشومانو پر لوبو او په کلتورې کړنو تېرېږي. ملګرو ملتونو د تعليم په برخه کې معماګانې، د ساعترۍ سامان الات او تصويري کتابونه چې د ماشومانو پر ذهن ښه اغېز اچوي لېږلي دي.

د يونسف د وړوکوالي ودې کارپوه شيوا بوسل وايي "ماشومان ډېر خوښ دي چې د لوبو پر بېلابېلو سامان الاتو لوبې کوي"
د يونسف په وينا له زلزلې وړاندې هم له منځنيو ښوونځيو ډېر ماشومانو پاتې کېدل.
ويل کېږي شاوخوا ۱.۲ ميليون نيپالي ماشومان چې له ۵ تر ۱۶ کلونو عمر لري ښوونځي ته تللي نه دي او يا ترې ايستل شوي دي.








