هند کې د ګرمۍ څپو د ۱۱۱۸ خلکو ژوند اخیستی

د عکس سرچینه، BBC World Service
په هند کې د ګرمۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۱۰۰ کسانو اوښتی دی. د هند په ځینو سیمو کې د تودوخې درجه له ۵۰ اوښتې ده.
تر ډېره د ګرمې قربانیان په سوېلي ایالتونو تالنګانا او اندرا پردیش کې دي.
له تېرې یوې اونۍ راهیسې هلته لږترلږه ۱۱۱۸ کسان د ګرمۍ له کبله مړه شوي دي.
رپوټونه وايي، په لوېدیځ بنګال او اوریسا کې هم د ګرمې هوا له کبله لږترلږه ۲۴ کسان مړه شوي دي.
اټکل دی چې په ځینو سیمو کې د تودوخې کچه راټیټه شي.
په هند کې روغتونونو ته خبرداری ورکړل شوی، چې د ګرمۍ له کبله د اغېزمنو شویو خلکو د درملنې لپاره چمتووالی ونیسي، خو هندي وګړو ته سپارښتنه شوې، چې تر ممکن حد پورې له کورونو بهر راونه وځي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
د هند په یادو دوو سوېلي ایالتونو کې هوا له تېر اپرېل میاشتې راهیسې په ګرمېدو وه، خو تېره اونۍ مرګوني حالت ته ورسېده.
په اندرا پردیش ایالت کې د تودوخې درجه د تېرې دوشنبې په ورځ۴۷ ته رسېدلې وه، چې لږترلږه یوازې په همدې ایالت کې ۸۵۲ کسان مړه شول.
د اندرا پردیش ایالت د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې یوه چارواکي پي تولسي راني اې اېف پي خبري آژانس ته ویلي: "ایالتي حکومت د تلوېزیون او نورو رسنیو له لارې خلکو ته خبر ورکوي، چې بهر ته له خولیو پرسر کولو پرته راونه وځي، اوبه او نور اوبلن څیزونه ډېر وڅښي".
دی زیاتوي "موږ له نادولتي سازمانونو (انجوګانو) هم غواړو چې د څښاک د اوبو لپاره خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي، چې په دې سره په ټولو ښارونو کې خلکو ته د څښاک پاکې اوبه پیدا شي".

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه،

د عکس سرچینه، BBC World Service
د اترا پردیش څنګلوري ایالت تالنګانا کې هم ۲۶۶ کسان تېره اونۍ د ۴۸ درجې ګرمې هوا له کبله مړه شوي دي.
په حیدر اباد کې اوسېدونکی الفرېډ انېز وايي، تر اوسه عامو خلکو ته ډېره لږ مرسته رسېدلې ده:
"ما پخپلو سترګو هغې سیمې ته نژدې د درو عمر خوړلو کسانو مرګ ولید، چې زه پکې اوسېږم، ځکه چې هلته هوا زښته ډېره ګرمه شوې وه".
دی زیاتوي: "حکومت تر اوسه پاموړ مرسته نه ده کړې، خو په انفرادي ډول موږ تر خپلې وسې هڅه کوو".

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service








