هند کې د ګرمۍ څپې له ۴۰۰ زیات کسان وژلي

په سوېلي ایالتونو کې تر نورو هغو ډېره ګرمي ده

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، په سوېلي ایالتونو کې تر نورو هغو ډېره ګرمي ده

د هند په ځینو ایالتونو کې د تودوخې درجه ۴۸ سلنې ته رسېدلې ده، چې لږترلږه د ۳۵۰ کسانو د مړینې لامل شوی. زیاتره قربانیان د لوړ عمر کسان دي.

تر ډېره د تودوخې قربانیان په سوېلي تیلانګانان او اندرا پردیش ایالتونو کې دي، چې له تېرو درو ورځو راهیسې یوازې په دغو دوو ایالتونو کې لږترلږه ۱۴۰ کسان وژل شوي دي.

د اترا پردیش ایالت په الله آباد ښار کې هم د تودوخې درجه ۴۸ سلنه ثبت شوې ده، خو د پلازمېنې نوي ډیلي د هوا تودوخه ۴۴ درجو ته رسېدلې وه.

د هند حکومت خپلو وګړو ته ویلي، چې تر خپله وسه په کورونو کې پاتې شي، ډېرې اوبه او مایع څیزونه وڅښي.

هندي حکومت وګړو ته د اوبو او نورو مایعاتو د ډېرو څښلو سپارښتنه کړې ده

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، هندي حکومت وګړو ته د اوبو او نورو مایعاتو د ډېرو څښلو سپارښتنه کړې ده

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، Reuters

د هند سوېلي ایالتونو کې د تېرې میاشتې له نیمايي راپدېخوا د تودوخې درجه په لوړېدو وه.

چاواکي وايي، د ډېرې ګرمۍ ډېری قربانیان عمر خوړلي کسان دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د هوا پېژندنې کارپوهانو ویلي، دا تودوخه به تر څو ورځو پورې دوام وکړي، او تر څلورو ورځو پورې به پلازمېنه نوی ډیلي هم سخت ګرم وي.

په لوېدیځ بنګال کې هم لږترلږه ۱۰ کسان د ګرمۍ له کبله مړه شوي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، Reuters