"د القاعده یو مشر په یمن کې وژل شوی"

د عکس سرچینه، AFP

په عربي ټاپو وزمه کې القاعده ډلې ویلي، چې د دغې ډلې یو مخکښ مشر ناصر بن علی الانسي تېره میاشت د امریکا په هوايي بریدونو کې وژل شوی دی.

یوه امریکايي ویب پاڼه، چې د القاعده ډلې فعالیتونه څاري په خپل رپوټ کې لیکي، چې د القاعده سازمان یوې ډلې په عربي ټاپووزمه کې د اعلامیې په خپرولو سره د یمن د حضر موت ولایت په مرکز المکلا ښار کې د الانسي وژل تاييد کړي دي.

د امریکا دولت تر دې دمه د القاعده ډلې د دغه مشر د وژل کېدو خبر نه دی تایید کړی.

الانسی څو ځلې د القاعده سازمان په ویدیو ګانو کې څرګند شوی، چې بېلا بېلو مسایلو په اړه به ی څرګندونې کولې.

څو میاشتې مخکې د القاعده سازمان دغه مشر په یوه ویدیوي پیغام کې د تېرې جنورۍ میاشت په پاریس کې د طنزي مجلې چارلي ابدو پر دفتر د دو وسله وال برید پړه په غاړه واخیسته.

همدارنګه الانسي په یوه بله ویدیو کې د امریکایي لوک سامرز د یرغمل کولو مسولیت په غاړه اخیستی و.

امریکايي خبریال لوک سامرز د سویلي افریقا له یو بل یرغمل شوي کس سره د ۲۰۱۴ کال په دسمبر کې چې یمني او امریکايي ځواکونو د دوی د ژغورلو هڅې کولې ووژل شول.

د یو شمېر رپوټونو پر بنسټ د الانسی مشر زوی او یو شمېر نور د القاعده ډلې مشران تېره اپریل میاشت کې د المکلا پر ښار د امریکا هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

په یمن کې د تاوتریخوالي په رامنځ ته کېدو سره د القاعده ډلې د اپریل په لومړیو کې د المکلا ښار واک په لاس کې واخیست او دغه سازمان یو شمېر غړي د حضرموت له مرکزي زندان څخه وتېښتېدل.

د حضرموت سیمه ییزو قبیلو وکولی شوی چې د القاعده اورپکي له دې ښاره وتلو ته اړباسي.