امریکايي پوځ کې جنسي تېریو پنتاګون اندېښمن کړی

له پوځ بهر د "رنډ" په نامه یوې مؤسسې د پنتاګون راپور ته ورته پخپلو موندنو کې ویلي، په ۲۰۱۴ کال کې لسو زرو او شپږو سوو نارینه وو او نهه زرو او شپږ سوو ښځو ویلي، پر دوی جنسي تېری شوی دی.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، له پوځ بهر د "رنډ" په نامه یوې مؤسسې د پنتاګون راپور ته ورته پخپلو موندنو کې ویلي، په ۲۰۱۴ کال کې لسو زرو او شپږو سوو نارینه وو او نهه زرو او شپږ سوو ښځو ویلي، پر دوی جنسي تېری شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت (پنتاګون) یوې شمېرې په ډاګه کړې ده، چې لاهم د پوځ په لیکو کې د جنسي تېري پېښې ډېري دي، چې په وینا یې یوازې تېر کال پوځ کې د جنسي تېري شاوخوا ۱۹ زره پېښې ثبثت شوې، چې د دفاع د وزیر اندېښنه یې ډېره کړې ده.

که څه هم سږ کال د امریکا پوځ کې د تېرو کلونو پرتله د جنسي تېري پېښې کمې شوې، خو په تېر ۲۰۱۴ کال کې د دفاع وزارت د شمېرو له مخې د پوځيانو په لیکو کې د جنسي تېري پېښې شاوخوا ۱۸ زرو او نهو سوو ته رسېدلې وې.

ویل کېږي، چې د ښځینه پوځيانو پرتله پوځ کې پر نارینه هغو د جنسي ډېرې پېښې ثبت شوې.

یوازې پر لسو زرو او څلورو سوو نارینه وو جنسي تېري شوي، خو پر ښځینه پوځيانو د جنسي تېري د پېښو شمېر اتو زرو او پنځو سوو ته رسېدلی.

د ۲۰۱۲ کال پرتله په امریکايي پوځ کې د ټول ټال جنسي تېري د پېښو کچه ۲۷٪ راټیټه شوې ده، ځکه چې په یاد کال کې دا شمېره ۲۶ زرو ته رسېدلې وه.

د امریکا ددفاع وزیر آشټون کارټر پوځ کې د جنسي تېري د پېښو پر ډېروالي اندېښنه ښودلې ده

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د امریکا ددفاع وزیر آشټون کارټر پوځ کې د جنسي تېري د پېښو پر ډېروالي اندېښنه ښودلې ده

پوځ کې د جنسي تېري په اړه د دفاع وزارت په کلني راپور کې راغلي، په ۲۰۱۴ کال کې شپږو زرو او ۱۳۱ کسانو پر دوی د جنسي تېري خبرونه ورکړي، چې دا شمېره د وړم کال پرتله ۱۱٪ ډېره ده.

د غچ اخیستو ستونزه

د امریکا ددفاع وزیر آشټون کارټر پوځ کې د جنسي تېري د پېښو پر ډېروالي اندېښنه ښودلې ده، خو غوښتنه یې دا ده چې ددې ستونزې د مهارولو لپاره باید ډېر څه وشي، په تېره بیا پر نارینه پوځيانو د جنسي تېري پر مخنیوي باید ډېر پام ورټول شي.

که څه هم سږ کال د امریکا پوځ کې د تېرو کلونو پرتله د جنسي تېري پېښې کمې شوې، خو په تېر ۲۰۱۴ کال کې د دفاع وزارت د شمېرو له مخې د پوځيانو په لیکو کې د جنسي تېري پېښې شاوخوا ۱۸ زرو او نهو سوو ته رسېدلې وې.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، که څه هم سږ کال د امریکا پوځ کې د تېرو کلونو پرتله د جنسي تېري پېښې کمې شوې، خو په تېر ۲۰۱۴ کال کې د دفاع وزارت د شمېرو له مخې د پوځيانو په لیکو کې د جنسي تېري پېښې شاوخوا ۱۸ زرو او نهو سوو ته رسېدلې وې.

دی وايي، د هغو کسانو ساتنه باید وشي، چې د جنسي تېري له لارې غچ ترې اخیستل کېږي.

ځینې شمېرې ښيي، د امریکايي پوځ د ننه د جنسي تېري قرباني شوې ۶۲٪ ښځې د کار پرمهال یا ډله ییز غچ اخیستو پروخت قربانی شوې دي.

له پوځ بهر د "رنډ" په نامه یوې مؤسسې د پنتاګون راپور ته ورته پخپلو موندنو کې ویلي، په ۲۰۱۴ کال کې لسو زرو او شپږو سوو نارینه وو او نهه زرو او شپږ سوو ښځو ویلي، پر دوی جنسي تېری شوی دی.

یوازې پر لسو زرو او څلورو سوو نارینه وو جنسي تېري شوي، خو پر ښځینه پوځيانو د جنسي تېري د پېښو شمېر اتو زرو او پنځو سوو ته رسېدلی.
د عکس تشریح، یوازې پر لسو زرو او څلورو سوو نارینه وو جنسي تېري شوي، خو پر ښځینه پوځيانو د جنسي تېري د پېښو شمېر اتو زرو او پنځو سوو ته رسېدلی.