قزاقان نوی ولسمشر ټاکي

د عکس سرچینه، Reuters
په قزاقستان کې د نوي ولسمشر ټاکلو لپاره رای اچونه پیل شوې ده. نور سلطان نظربایف په ۱۹۹۱ کال له شوري اتحاد نه د خپلواکۍ تر اعلانېدو وړاندې تر اوسه د قزاقستان ولسمشر پاتې شوی دی.
اټکل دی، چې اوسنی ولسمشر به د پنځو نورو کلونو لپاره ددغه هېواد ولسمشر پاتې شي.
ښاغلی نظربایف ۲۶ کاله مخکې، د منځنۍ آسیا په دې هېواد کې د ولسمشرۍ تر څوکۍ پورې ورسېد.
په دې ټاکنو کې دوه نور نوماندان هم د حکومت ملاتړي ګڼل شوي دي.
نظربایف پخپلو ټاکنیزو منډو ترړو کې ژمنه وکړه چې د هېواد اقتصاد غوړولو او ټولنیزې هوساینې ته به کار وکړي، خو د هېواد د تېلو زېرمې به لانورې بډایه کړي.
پر همدې مهال، د بشري حقونو ډلې د قزاقستان پر حکومت د خپلو مخالفانو د ځپلو تور پورې کوي، چې وايي له زوره کار ورسره اخلي.
په پام کې وه، چې د قزاقستان د ولسمشرۍ ټاکنې راتلونکی میلادي کال ترسره شې. د څارونکو په وینا، ښکاري چې ۷۴ کلن ښاغلی نظربایف د ټاکنو په ترسره کولو کې بیړه وکړه.

د عکس سرچینه، AFP
د رپوټونو له مخې، قزاقستان کې ۹ نیم میلیون وګړي د رای اچولو حق لري.
قزاقستان له چین او روسیې سره اوږده پوله لري.
نظربایف د کمونیستي ګوند د سیاسي دفتر مخکینی غړی هم پاتې شوی دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service








