سوريه: اسلام پالو ډلو پر جسر الشغور ښار ولکه کړې ده

د عکس سرچینه، Reuters
فعالان وايي اسلامي دولت ډلې د سوريې په شمال ختيځ کې د جسر الشغور ښار نيولی.
ويل کېږي ادلب ولايت کې د حکومت تر ولکې لاندې دا وروستی لوی ښار و.
دا قواوې چې القاعده او النصره ډله يې ملګرتيا کوي د تېرې پنجشنبې پر ورځ پر ښار بريد پيل کړ.
د دولتي رسنيو په وينا پوځ له ښاره بهر ځاي پر ځای شوی چې "ملکې وګړو ته مرګ ژوبله وانه وړي"
حکومت وايي وايي د پوځ له په شاتګ وړاندې يې له وسله والو کسانو سره جګړه کړې په زيات شمېر "وسله وال اورپکي" د ترکيې له پولې راغلي دي.
لندن مېشتي د سوريې بشري حقونو څاروونکي وايي دولتي ځواکونه تښتېدلي.
دوی وايي په په کوڅو شاوخوا د ۶۰ دولتي جنګاليو مړي پراته دي.
په سيمه کې له اسلامي دولت ډلې وړاندې د النصره جبهه تر ټولو ځواکمن او توند لارې بلل کېده.
تېره مياشت اسلامي دولت ډلې د ادليب ښار لاندې کړی و.
د بي بي سي د منځني ختيځ چارو شننونکی اوشر وايي که چېرې ياغيان وکولای شي حکومتي ځواکونه په پوره توګه له ادليب ولايت وباسي دا به دوی ته د اللاذقيه ښار لار پرانيزي.
د شخړو له له پيل راهيسې د جسر الشغور ښار د حکومت تر ولکې لاندې و.
د ۲۰۱۱کال جون مياشت کې ګڼ شمېر لاريون کوونکو د حکومت پر وړاندې مظاهره وکړه چې ۱۲۰ عسکر په کې ووژل شول.

د عکس سرچینه، Reuters








