''اسلامي دولت'' سوریه کې ۱۵ کسان اعدام کړي

د عکس سرچینه، AP
بریتانیا مېشتې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د اسلامي دولت جنګیالیو د تېر و۲۴ ساعتونو په درشل کې په سوریه کې ۱۵ کسان اعدام کړي دي.
دغه بنسټ ویليو ځینې اعدام شوي ویشتل شوي دي.
په عراق کې د اسلامي دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې ځینې داسې انځورونه خپاره شوي، چې د اسلامي دولت جنګیالي دوه سړي له یوې لوړې ودانۍ نه راغورځوي.
اسلامي دولت ډله د عراق او سوریې پر ګڼو سیمو واکمنه ده، چې تېر کال یې خلافت اعلان کړ او ابو بکر البغدادي یې خپل خلیفه وټاکه.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، اسلامي دولت دغه کسان د سوریې په دیر الزور، رقه او ځینو نورو ختیځو سیمو کې اعدام کړي دي.
زیاترو اعدام شویو ته تر وژل کېدا مخکې د هغوی د مرګ خبر ورکړل شوی او بیا یې مړي په یوه عام محضر کې اچول شوي.
ویل کېږي چې په عراق کې د اسلامي دولت له لوري دوه کسان د جنسي غریزو د پوره کولو په تور نیول شوي او وژل شوي دي.
پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي انځورونه ښيي، چې ماسک اچوونکو ټوپکوالو دغه کسان د یوې لوړې ودانۍ بام ته خېژولي او بیا یې له هغه ځایه راغورځولي دي.
د بي بي سي الن جانسن وايي، دا ډول عامې سزاګانې د اسلامي دولت له لوري ترسره کېږي.
پر همدې مهال، د سوریې د څار ډلې مشر رامي عبدالرحمن ویلي، اسلامي دولت د سوریې په شمالي کوباني (عین العرب) ښار کې د سوریې د کردي جنګیالیو پرضد نوي عملیات پیل کړي دي.
تېر ه اونۍ کردي جنګیالیو د کوباني ښار نژدې ۸۰ سلنه مهمې سیمې له اسلامي دولت نه بېرته ونیولې.
په تېر سپتمبر کې اسلامي دولت پر کوباني سخت بریدونه پیل کړل.








