امارات: د یمن په تړاو به د پاکستان بې پرې دریځ په لوړ قیمت تمام شي

د عکس سرچینه، bbc
متحده عربي اماراتو په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف کې د پاکستاني پارلمان د بې پرې والي پر پرېکړې نیوکه کړې ده.
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر انور محمد قرقاش پر خپلې ټویټر پانې ویلي، پاکستان باید له منځني ختیځ هېوادونو سره د خپلو ستراتیژیکو ګټو پربنسټ خپل دریځ روښانه کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تسنیم اسلم بي بي سي ته ویلي، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو د وزیر پر څرګندونو د ویلو لپاره له دې کبله څه نه لري، چې په اړه یې پوره مالومات نه لري.
د پاکستان پارلمان تېره ورځ له څو ورځنیو بحثونو وروسته پرېکړه وکړه چې یمن کې به د سعودي په مشرۍ د ایتلاف په ملاتړ چې له حوثي یاغیانو سره جنګېږي، پوځي مداخله نه کوي. د پارلمان وکیلانو ویلي ''پاکستان باید د یمن په مساله کې بې طرفه پاتې شي''.
سعودي له خپل متحد پاکستان غوښتنه کړې وه، چې د حوثيانو پرضد په روان پوځي کمپاین کې ورسره د بېړیو، الوتکو او ځواکونو مرسته وکړي.
انور محمد قرقاش وايي، د اسلام آباد دا ډول متناقض او ناڅرګند دریځ به پاکستان ته په لوی قیمت تمام شي:
''ښکاري چې تهران ته د اسلام آباد او انقرې اهمیت د خلیجي هېوادونو تر اهمیت لوړ دی، زموږ اقتصادي او د پانګوالۍ بُعد مهم دی، خو په دې حساسه شېبه کې سیاسي ملاتړ نه ښکاري''.

د عکس سرچینه، AP
دی وايي ''د یمن په شخړه کې د پاکستاني پارلمان د بې پرې والي دریځ په ټکر کې او ډېر خطرناک دی؛ ځکه چې له اسلام آباده دا تمه نه کېده''.
دغه اماراتي وزیر ویلي، عربي خلیج له خطرناک او برخلیک ټاکونکي مسیر سره مخامخ دی، چې په دې حساس وخت کې ریښتینی ملګری له ناریښتیني جلا کوي.
قرقاش زیاتوي: ''د پاکستان او ترکیې څپ څپانده او ناڅرګند دریځ ددې ښه ښکارندويي کوي چې له لیبیا نه تر یمن پورې د عربي نړۍ امنیت ساتل یوازې د عربي هېوادونو دنده ده، چې په دې برخه کې د ګاونډیو هېوادونو آزموینه ښه بېلګه ده''.
ترکیې هم د سعودي په مشرۍ (پرېکنده توپان) په نامه له عملیاتو سره د لوژستیکي او استخباراتي معلوماتو چمتو کولو د ملاتړ اعلان کړی.

د عکس سرچینه، AFP
د متحده عربي اماراتو وزیر وايي ''له پاکستان د خلیجي هېوادونو سره د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره د ښکاره دریځ په ډاګه کولو غوښتنه وشوه، خو په دې برخلیک ټاکونکې چاره کې به یې متناقض او ناڅرګند دریځ په لوړ قیمت ورته تمام شي''.
وړاندې، په کابل کې د علماوو د همغږۍ شورا د یمن په موضوع کې د سوله ییزې حل لارې غوښتنه کړې وه او د افغان حکومت د هغه دریځ ننګه یې هم کړې وه، چې د سعودي له حکومته یې ملاتړ کړی.
سعودي عربستان وروسته له هغه په یمن کې د حوثیانو پرضد هوايي بریدونه پیل کړل، چې دغې ډلې پلازمېنه صنعاء لاندې کړه او ولسمشر عبد ربه منصور هادي یې له وېرې ساحلي عدن ښار ته وتښتېد او له هغه ځایه بیا د سعودي ریاض ته ولاړ.
د سعودي په مشرۍ د ایتلاف ویاند ډګروال احمد عسیري وايي، د تېرې جمعې په ورځ عدن کې د حوثیانو د وسلو ځینې مرکزونه او د سونتوکو ځینې زېرمې بمباري شوې، او حوثیانو ته یې د لوژستیکي او اکمالاتي توکو لارې بندې کړې دي.








