په قتل تورن کس له ۳۰ کاله بند وروسته بې ګناه ثابت شو

د عکس سرچینه، bbc
د امريکا په الاباما ايالت کې په مرګ تورن کس له ۳۰ کاله بند وروسته بې ګناه وخوت او له بنده خوشي شو.
په ۸۵ کلن انتوني رای هېنټن تور و چې په ۱۹۸۵ کې يې د رستورانت دوه سبمالوونکي په ډزو وژلي وو. خو تېر کال يې قضیې ته يو ځل بيا وخت ورکړل شو.
څېړنو وښوده چې د قتل په ځای کې پيداشوې ګولۍ د انتوني د تومانچې نه وې.
د ښاغلي انتوني وکيل وويل چې موکل ته يې سزا ځکه ورکړل شوې وه چې د ښه وکيل پيسې يې نه لرلې.
د برمېنګهم له جېفرسن کنټري بنديخانې وتلو وروسته هېنټن له خپلې کورنۍ سره وليدل.
ده د خپل ۳۰ کلن بند په اړه وويل "د دوی کار يوازې د تومانچې کتل وو"
د پېښې په ځای کې موندل شوې ګولۍ د هېنټن د جرم يوازنی ثبوت و.
وکيل وويل نويو فرانزېک څېړنو وښودله چې ګولۍ د هېنټن له تومانچې نه وه چلېدلې.
د هېنټن وکيل سټيون وويل"هره ورځ، هره مياشت او هر کال چې حکومت له ده څه اخيستي بېرته نه شي ورکولی"
د هېنټن د وکيل په وينا چې له موکل سره يې د لومړی اورونې پر وخت يوازې ۱۰۰۰ ډالر وو او ده نشوای کولای يو تکړه وکيل ونيسي
تېر کال محکمې د هېنټن قېضې ته د ښه وکيل نه لرلو له کبله د بيا اورېدلو وخت ورکړی و.








