د نايجريا ټاکنې: لومړۍ پايلې به ژر اعلان شي

د عکس سرچینه، AP
د نايجريا د ټاکنو کمسيون وايي د تېرې شنبې ورځې د ولسمشرۍ ټاکنو پايلې به د سې شنبې پر ورځ اعلان کړي.
د نايجريا اوسنی ولسمشر ګوډلک جانتن ، د پخواني پوځي حکمران محمدو بوهاري له قوي سيالۍ سره مخامخ دی.
په ټاکنو کې د درغليو د مخه نيولو لپاره نوي برېښنايي کارډونه وېشل شوي وو.
نويو برېښنايي کارډونو کې د شته ستونزو له کبله په ځينو سيمو کې رايه اچونه د دوهمې ورځې له پاره غځېدلې وه.
ولسمشر جانتن يو له هغو کسانو و چې په برېښنايي کارډونو کې د شته ستونزو له کبله يې رايه اچونه ځنډلې وه.
د جانتن ګوند د ټاکنتو دا نوی سيستم رد کړی و او وايي دا ستونزه يوه " لويه ملي شرمندګي وه "
د ټاکنو د کمېسيون مشر اټاهيرو جيګا وايی يوازې کمه اندازه کارډ لوستونکو ماشينونو کې دا ستونزه پېښه شوې وه.
د بوکو حرام ډلې د بريدونو له کبله د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنې د شپږو اوونيو لپاره ځنډېدلې وې.
د ولسمشرۍ په ټاکنو کې دوه مهم کانديدان ،محمدو بوهاري د ټولو ترقي غوښتونکو کانګرېس (APC) چې د شمال له مسلمانانو دی او بل خوا ګوډلک جانتن د خلکو دموکراتيک ګوند چې د جنوب له عيسويانو دی ټاکنو ته ولاړ وو.

د عکس سرچینه، bbc
په نايجريا کې پوځي واکمني په ۱۹۹۹ کال کې له منځه ولاړه او له هغه راهيسې د خلکو دموکراتيک ګوند واکمن دی.
نايجريا د افريقا يو لوی اقتصاد او د تېلو لوی توليدونکی هېواد دی. د ۱۷۰ ميليون وګړو په لرلو د افريقا تر ټولو زيات نفوس لري.
د نايجريا په شمال ختيځو سيمو کې د ځينو ډلو له بريدونو وروسته د بواچي په سيمه کې ګرځبنديز لګېدلی و.
د ملګرو ملتونو مشر بانکي مون د نايجريا د رايه اچوونکو "عزم او په ټاکنو کې برخه اخيستنه" ستايلې ده.
په يوه خبرپاڼه کې بانکي مون ويلي رايه اچونه په "لويه اندازه سوله ييزه او منظمه وه"
تر اوسه روښانه نه ده چې کوم ګوند مخکې دی.








