اوباما: د ۲۰۱۵ تر پایه افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر نه کموو

اوباما امریکا ته د افغان ولسمشر سفر د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د نوي باب پرانیستل وبلل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اوباما امریکا ته د افغان ولسمشر سفر د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د نوي باب پرانیستل وبلل

د امریکا ولسمشر بارک اوباما له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تر کتنې وروسته ویلي، هېواد به یې د روان ۲۰۱۵ کال تر پایه افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر وساتي، خو د ۲۰۱۶ کال ترپایه به له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پروګرام کې بدلون راولي.

ددواړو هېوادونو مشرانو د سې شنبې په ورځ له ماسپښین وروسته په سپینه ماڼۍ کې سره وکتل.

ښاغلي اوباما تر کتنې وروسته، له اشرف غني سره په ګډه خبریالانو ته وویل، له افغانستان نه د ټولو امریکايي ځواکونو د بهیر ورو کول، له دغه هېواد سره مرسته کولی شي، دغه پروګرام د عملي کولو ارزښت لري.

د امریکايي ځواکونو د وتلو د مخکیني مهال وېش له مخې، د روان ۲۰۱۵ کال تر پایه باید افغانستان کې له ۹۸۰۰ سرتیرو یوازې ۵۰۰ یې پاتې شوي وای او د ۲۰۱۶ کال تر پایه نور امریکايي ځواکونه له افغانستان نه ووځي.

ښاغلي اوباما وویل، د ۲۰۱۶ تر پایه د ټولو ځواکونو ایستلو کې کوم بدلون نه راځي، خو هغه وویل چې د واکمنۍ تر ختمېدا پورې به نژدې زر امریکايي ځواکونه افغانستان کې د امریکا سفارت کې پاتې شي.

اوباما د افغان ځواکونو د ستایلو ترڅنګ وویل، ددواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي همکاري به دوام وکړي او دغه هېواد به افغانستان کې د سولې د بهیر پراخولو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د اړیکو نوی باب

نوموړي امریکا ته د افغان ولسمشر سفر د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د نوي باب پرانیستل وبلل، چې په وینا یې د امریکا دولت له کانګرس سره کار کوي چې د افغان امنیتي ځواکونو لپاره مناسبه بودیجه برابره کړي.

د امریکايي ځواکونو د وتلو د مخکیني مهال وېش له مخې، د روان ۲۰۱۵ کال تر پایه باید افغانستان کې له ۹۸۰۰ سرتیرو یوازې ۵۰۰ یې پاتې شوي وای او د ۲۰۱۶ کال تر پایه نور امریکايي ځواکونه له افغانستان نه ووځي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د امریکايي ځواکونو د وتلو د مخکیني مهال وېش له مخې، د روان ۲۰۱۵ کال تر پایه باید افغانستان کې له ۹۸۰۰ سرتیرو یوازې ۵۰۰ یې پاتې شوي وای او د ۲۰۱۶ کال تر پایه نور امریکايي ځواکونه له افغانستان نه ووځي.

تېره ورځ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په کمپ ډیویډ کې له ښاغلي غني سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته وویل، امریکا تر ۲۰۱۷ کال پورې د ۳۵۲ زره افغان امنیتي ځواکونو لپاره د لازمې بودیجې په لټه کې ده.

د امریکا دفاع وزیر هم له افغان ولسمشر سره ګډې خبري غونډې ته وویل، امریکا به پر خپلې هغې ژمنې ودرېږي، چې افغان ځواکونه به څپ څپانده حالت ته نه پرېږدي، خو امریکا هڅه کوي چې ددغه هېواد د امنیتي ځواکونو شمېر ۳۵۲ زره کسانو ته ورسېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم له اوباما سره په کنفرانس کې وویل، که څه هم افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت پایته رسېدلی، خو د افغانستان لپاره د امریکا د پوځي روزنې رول مهم دی:

"موږ تېر کال د امریکا پوځي حضور او همکارۍ ته اړ وو، خو اوس خوشحاله یو چې دغه پړاو پای ته رسېدلی".

ښاغلي غني د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي همکاري د افغان امنیت او سیمې د ټیکاو لپاره مهمه وبلله.

ښاغلي غني د افغانستان د سولې بهیر ته په اشارې سره وویل، له ښاغلي اوباما یې غوښتي چې ددغه بهیر ملاتړ وکړي.

ولسمشر غني د امریکا له مرستیال ولسمشر جو بایډن، دفاع وزیر اشتون کارټر، او نورو چارواکو سره تر کتنې وروسته، واشنګټن ته څېرمه د "آرلینګټن" ملي هدیرې ته هم ورغی او د "بې نومه وژل شوي امریکايي پوځي" پر قبر یې د درناوي په پلمه د ګلانو ګېډۍ کېښوده.

ښاغلي غني د افغانستان د سولې بهیر ته په اشارې سره وویل، له ښاغلي اوباما یې غوښتي چې ددغه بهیر ملاتړ وکړي.
د عکس تشریح، ښاغلي غني د افغانستان د سولې بهیر ته په اشارې سره وویل، له ښاغلي اوباما یې غوښتي چې ددغه بهیر ملاتړ وکړي.

په پام کې ده چې ښاغلی غني به د امریکا کانګرس ګډې جرګې ته وینا وکړي.