چين د وسلو درېيم لوی صاردوونکی هېواد شو

د عکس سرچینه، bbc
نوي راپورونه ښيي چين له امريکا او روسيې وروسته د وسلو لوی صادرونکی هېواد نومول شوی دی.
د سټاکهلوم د سولې نړيوالو څېړنو ادارې (Stockholm International Peace Research Institute ) په وينا د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کلونو تر منځ چين د وسلو په صادرولو کې له جرمني، فرانسې او بريتانيا مخکې شوی دی.
چين چې د نړۍ دوهم لوی اقتصاد دی اوس مهال د نړۍ ۵ سلنه وسلې صادروي. دری اسيايي هېوادونه پاکستان، بنګله دېش او برما له چين خپلې نيمايي زياتې وسلې پېري. همدارنګه ۱۸ افريقايي هېوادونه هم له چين وسلې اخلي.
په تېرو پنځو کلونو کې د چين د وسلو صاردول ۱۴۳ سلنه لوړ شوي دي، خو بل خوا د جرمني د وسلو صادرول ۴۳ سلنه او د فرانسې ۲۷ سلنه کم شوي دي.
لکه څنګه چې د چين د وسلو په صادرلو کې زياتوالی راغلی خو د امريکا او روسيې په پرتله اوس هم ډېر کم دی.
ويل کېږي سعودي عربستان په نړۍ کې تر ټولو زياتې وسله پېري. دوی به په روان کال کې نژدې د ۱۰ میليارده ډالرو وسلې وپيري. دوی زياتې وسله له امريکا او بريتانيا اخلي.




