له فضا نه د موسیقۍ لومړي ژوندي مراسم

د عکس سرچینه، Reuters
بریتانوي سندرغاړې ساره برایټمن په څو میاشتو کې فضا ته د سفر لپاره چمتووالی نیسي، چې له له ځمکې ۲۶۰ میله لیرې له نړیوال سترغالي نه په ژوندۍ بڼه د موسیقۍ ژوندی پروګرام مخته یوسي.
دا مهال برایټمن د روسیې مسکو ته څېرمه په سټار سیټي سیمه کې تمرین کوي. اټکل دی چې نوموړې به فضا ته په "سویوز" روسي هوايي بېړۍ کې د راتلونکي سپتمیر په لومړۍ نېټه سفر وکړي.
دغه ۵۴ کلنه بریتانوۍ سندرغاړې به په نړیوال سترغالي کې لس ورځې تېرې کړې.
برایټمن ویلي، په فضا کې سندرې ویل پر ځمکه د سندرو له ویلو "بیخي بېلې دي".

د عکس سرچینه، BBC World Service
لندن کې یوې خبري غونډې ته د "اوپرا" ډرامې دغې لوبغاړې ویلي، ډله یې هڅه کوي ددغه سندري مېلې ترسره کېدو نور جزییات روښانه کړي:
"غواړم له سفر مخکې له کورال، ماشومانو او یوه بل سندرغاړي سره په ځمکه یو تمرین ترسره کړم".
برایټمن زیاتوي، له خپل مخکیني مېړه لارډ لوییډ ویبر سره یې پر هغې سندرې کار کړی، چې په فضا کې له ویلو سره اړخ ولګوي.
په ۲۰۱۳ کال د فضايي سفر یوه وتلي کاناډايي ستورمزلي کریس هاډفیلډ په فضا کې ځینې سندرې هم ثبت کړې دي، چې تر ټولو مشهوره یې د بریتانوي ډیویډ بوی "سپېس اوډیټي Space Oddity" په نامه ده، چې پر یوټیوب ډېرو زیاتو کسانو کتلې ده.
اټکل کېږي برایټمن شاوخوا ۳۴ میلیون پاونډه ورکړي، چې د فضا اتمه ګرځندویه حساب شي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
دغې سندرغاړې ویلي، د سفر لګښت یې پر خپله غاړه دی، خو دا یې نه دي ویلي، چې څومره لګښت به پرې راځي.
برایټمن به د ستورمزلو د درې کسیزې ډلې یوه غړې وي، چې نړیوال سترغالي ته سفر کوي.
فضا ته د وروستي ځل لپاره په ۲۰۰۹ کال کې د سیاحت لپاره سفر شوی و، چې د "سیرک دو سولېه" شرکت بنسټګر ګای لالیبیرټي هم پکې و.








