د پوليو درملنې لپاره د نويو مصنوعي واکسينو جوړول

د عکس سرچینه، AFP
د ساينس پوهانو يوه نړيواله ډله غواړي د پوليو ناروغۍ درملنې لپاره نوي مصنوعي واکسين جوړ کړي.
ويل کېږي دغه ناروغي نژدې له منځه تلو په حال کې ده. اوس هر کال په ټوله نړۍ د پوليو يوازې څو سوه پېښې رامنځ ته کېږي.
هيله دا ده چې دا نوي واکسين به وکولای شي د پوليو ناروغۍ له منځه وړلو کې بريالي ثابت شي.
د روغتيا نړيوال سازمان او د بېل او مېلېنډا ګېټز بنسټ غواړي د دې پروژې لپاره شپږ لکه او ۷۴ زره ډالر مرسته وکړي.
دا پروژه کليفورنيا کې د پرمختللي ساينس لپاره د امريکايي ټولنې په کلني غونډه کې اعلان شوه.
د امريکا او بريتانيا ساينسپوهان به په دغه څېړنه کې برخه اخلي.

د عکس سرچینه، LFRYDEPT STRUCTURAL BIOLOGYOXFORD
ساينسپوهان وايي د پوليو پر خلاف جکړه نژدې د ګټلو په حال کې ده.
پخوا به په نړيواله کچه د پوليو په سلګونه زره پېښې رامنځ ته کېدې خو تېر کال يوازې ۳۵۰ پېښې ثبت شوې دي چې ډېری يې په پاکستان کې وې.
د اکسفورډ پوهنتون يو پروفيسور ډېو سټورټ چې د دې ډلې غړی دی وايي "دا واکسين به جېنوم ونلري او له وايروس خلاص واکسين دي
" دا به د يوې پېچليې کېمياوې مادې په ډول جوړ شي او د وايروس په بڼه به ښکاري. ده زياته کړه " موږ تراوسه د پاتې څو پېښو له منځه وړلو کې نه يو بريالي شوي"
داسې ښکاري چې دا ډله د برياليتوب پر لور روانه ده ځکه دوی مخکې هم د پښو او خولې د ناروغيو لپاره واکسين جوړ کړی و.
پوليو هم د وايروسونو له کورنۍ ده چې دوی ته ورته کار کوي.
څېړونکي وايي هيله من دي د پوليو لپاره دغو مصنوعي واکسينو کې بريالي شي او دا به د دې ناروغۍ د مخنيوي کې يوه لویه لاسته راوړنه وي.








