برما له روهینګا مسلمانانو د رای اچونې حق بېرته واخیست

د عکس سرچینه، Reuters
د برما لومړي وزیر له خوا په راتلونکې نظرپوښتنه کې له مسلمانانو د رای اچولو حق اخیستل شوی دی.
لومړي وزیر تین سین ویلي، دا کار یې د موقت وخت لپاره کړی.
سلګونه بودایانو د موقتو اوسېدونکو لپاره، چې (د اوسېدو سپینې پاڼې لري) په رای اچونه کې د حق ورکولو پرضد لاریون وکړ.
په برما (چې په میانمار هم شهرت لري) کې تر یو میلیون ډېر روهینګا مسلمانان اوسېږي، خو حکومت د هغو وګړو پوره حقونه نه ورکوي لکه نور اوسېدونکي چې ترې برخمن دي.
په ۲۰۱۲ کال د مسلمانانو او بودایانو ترمنځ په خونړیو شخړو کې تر ۲۰۰ ډېر کسان ووژل شول.
په راخین ولایت کې نښتې وشوې چې بیا وروسته د هېواد په ټولو برخو کې پر مذهبي بریدونو واوښتې.

د عکس سرچینه، Reuters
پوځي شورا، چې وړاندې یې د هېواد چارې مخته وړلې، په ۲۰۱۲ کې روهینګا او نورو لږکیو ته د سپینو پاڼو په نامه په عامو ټاکنو کې د رای اچولو حق ورکړ.
خو اوس په ټاکنو کې د رای اچولو د حق بېرته اخیستل یوناڅاپي عمل دی، ځکه چې مخکې لومړي وزیر سین پارلمان لږکیو ته د رای اچولو د حق په ورکولو قانع کړی و.
دا پرېکړه په یانګون کې د بودایانو تر مظاهرو څو ساعته وروسته وشوه، چې لاریونیانو پکې اصلي اوسېدونکو ته د رای اچولو حق نه ورکولو غوښتنه کوله.
په لاریونونو کې د شین تومانا په نامه یوه بودايي مذهبي مشر وویل ''د سپینو کارتونو لرونکي د هېواد وګړي نه دي، چې د هېڅ هېواد په ټاکنو کې د رایو اچولو حق نه لري، دا یوازې د رایو خپلولو لپاره د سیاستوالو یوه پلمه ده''.

د عکس سرچینه، EPA
بل خوا، په راخین کې د روهینګا یوه استازي شوی مونج ویلي، د رای ورکولو حق د ۲۰۱۲ کال له پېښو وروسته پر یوې ستونزې اوښتی دی.
بودایان د مسلمانانو ضد لاریونونو په سر سر کې وو، چې برما ته یې د ملګرو ملتونو پر ځانګړي استازي یانګی لي هم سختې نیوکې وکړې.
په تېر دسمبر کې ، ملګرو ملتونو یوه پرېکړه صادره کړه چې د برما روهنیګا ته دې د وګړو حق ورکړل شي، چې ګڼ یې (بې هېواده) ګڼل شوي وو.








