سوېلي کوریا کې د ۱۰۰ موټرو ټکر کې دوه کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د سوېلي کوریا انچیون ښار کې نژدې سل موټر ټکر شوي، چې دوه کسان پکې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
یونهاپ خبري اژانس وايي، ټکر یوې نړیوالې هوايي اډې ته څېرمه د یوه پله پر سر شوی دی.
سرچینه وايي، په دې ټکر کې ۴۲ کسان ټپیان شوي، چې د اتو ټپیانو روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.
پولیسو ویلي، د لومړنیو رپوټونو له مخې، لومړی یو بس له مخکیني موټر سره ټکر شوی او بیا وروسته راتلونکي موټر یو پر بل پسې ټکر شوي دي.
پر یاد پله هغه لار تېره وه، چې سیول ته غځېدلې ده.

د عکس سرچینه، BBC World Service
اسوشېتېډ پرېس خبري اژانس وايي، د سړک له دواړو غاړو اوس د موټرو تګ راتګ بند شوی.
پولیس وايي، دا چې د پېښې ځای ته په ځنډ ورسېدل، تراوسه یې ټول زیانمن شوي موټر نه دي ګڼلي.




