برازیل د اندونیزیا د اعدام په اړه قهرېدلی

۵۳ کلن مارکو ارکر کارډوسو موریرا د نشه يي توکو د قاچاق په تور په ۲۰۰۳ کال کې نیول شوی او په ۲۰۴ کې په اعدام محکوم شو

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، ۵۳ کلن مارکو ارکر کارډوسو موریرا د نشه يي توکو د قاچاق په تور په ۲۰۰۳ کال کې نیول شوی او په ۲۰۴ کې په اعدام محکوم شو

برازیل وايي، په اندونیزیا کې د یوه برازیلي وګړي په حق کې د اعدام سزا سخت ټکان ورکړی دی.

۵۳ کلن مارکو ارکر کارډوسو موریرا د نشه يي توکو د قاچاق په تور په ۲۰۰۳ کال کې نیول شوی.

نوموړی د اندونیزیا جارکارتا پر هوايي ډګر له ۱۳،۴ کیلوګرامه کوکایینو سره ونیو شو چې نوموړي پخپل پراشوټ کې پټ کړي وو.

برازیل وايو دا لومړی برازیلی دی چې له هېواده بهر اعدامېږي او له بل هېواد سره یې اړیکي پرې د ترینګلتیا حالت ته رسېږي.

پنځه نور کسان هم جاوا کې پر یوه پوځي یونټ د ډزو په تور نیول شوي وو چې په نوسا کمبانګان ټاپو کې اعدام شول.‌

یوه بله ویتنامۍ ښخه ههم د بایولالي ښار په جاوانیس کې اعدام شوه.‌

د سفیر ورغوښتل

د برازیل ولسمشرې دیلما روسف په یوې خبرپاڼې کې ویلي، د اعدام دغې پېښې ټکان ورکړی دی.‌

هغې ویلي، په جاکارتا کې د برازیل سفیر د سلامشورې لپاره ورغوښتل شوی.

هالنډ‌ هم خپل سفیر ورغوښتی.‌

د نوسا کمبانګان مرکزي زندان مخې ته امنیت ډېر ټینګ شوی دی

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د نوسا کمبانګان مرکزي زندان مخې ته امنیت ډېر ټینګ شوی دی
د روانې اونۍ پیل کې په اعدام محکوم کسان د هغوی له خپلوانو سره وکتل

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د روانې اونۍ پیل کې په اعدام محکوم کسان د هغوی له خپلوانو سره وکتل

اندونیزیا د نشه يي توکو پروړاندې په نړۍ کې تر ټولو سخت قانون لري. دغه هېواد تر څلور کلن ځنډ ورووسته په ۲۰۱۳ کې د اعدام لړۍ بېرته پیل کړه.‌

ددغه هېواد لوی څارنوالی محمد پراسیتیو ویلي، هیله لري چې دا کار به د نشه يي توکو د قاچاق بندېدو لامل وګرځي.

ولسمشر جوکو ویدودو هم ویلي، د نشه يي توکو پر قاچاق وړونکو به ځکه زړه سوی ونه شي، چې په وینا یې دوی د ګڼو خلکو د مړینې لامل شوي دي.

بل بدلون

آغلې روسف د تېرې جمعې په ورځ پر خپل وګړي د رحم غوښتنه کړې وه، خو د اندونیزیايي ولسمشر ویدودو له خوا رد شوه.‌

هغې د اندونیزیا ولسمشر ته ویلي، اندونیزیا او ددغه هېواد عدلي سیستم ته درناوی لري، خو د یوې مور او مشرې په توګه دوی ته د انساني زړه سوي له کبله دا غوښتنه کوي.

برازیل وايي، ویدودو ویلي، دی پوهېږي چې برازیلۍ ولسمشره په دې اړه اندېښمنه ده.‌

د بشري حقونو ډلو او د بښنې نړیوال سازمان هم له اندونیزیايي حکومت نه د اعدام د درولو غوښتنه کړې ده، چې په وینا یې د اعدام لړۍ باید ودروله شي.

ولسمشرې دیلما روسف د څلورو کلونو لپاره بیا د برازیل ولسمشره شوې ده

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، ولسمشرې دیلما روسف د څلورو کلونو لپاره بیا د برازیل ولسمشره شوې ده
په تېر اکتوبر کې د ښاغلي ویدودو تر ولسمشر کېدو وروسته دا د اعدام لومړۍ سزا ده

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، په تېر اکتوبر کې د ښاغلي ویدودو تر ولسمشر کېدو وروسته دا د اعدام لومړۍ سزا ده

موریرا په یوه وېډیو کې ـ‌ چې د هغه د ملګري له خوا ډکه شوې، ویلي چې ګني اندونیزیا ته د کوکایینو په قاچاق کولو پښیمانه شوی دی:‌

''ما ته ویل شوي وو چې د نشه يي توکو قاچاق وړونکو ته سخته سزا ورکول کېږي، خو ما باور لاره چې د یوه بل چانس مستحق هم یم.‌ هرڅوک تېروتنه کوي.''

یو بل اندونیزیایی وګړی رودریګو موکسفیلټ کولارټ هم د مرګ پر پوله ولاړ دی، چې نوموړی هم د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوی.

برازیل هغه مهال په ۱۸۸۹ کال کې یو جمهوریت شو، د سولې پرمهالیې د مرګ سزا لغوه کړه.‌