فلسطین کې د جنګي جرمونو له څېړلو سره د امریکا مخالفت

د عکس سرچینه، AFP
په لاهای کې د جنايي جرمونو اړوندې محکمې ویلي، فلسطيني خاوره کې د احتمالي جنګي جرمونو په اړه تحقیقات کوي، خو د اسرائیلو د دفاع وزیر دا پرېکړه غندلې ده.
د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د جنګي جرمونو د څېړلو د نړیوالې محکمې دا پرېکړه غندلې ده.
ددغه وزارت یوه ویاند ویلي، دا چې اسرائیلو پر خپلې خاورې زرګونه توغندي زغملي دي، اوس یې باید نړیواله محکمه په ذره بین کې په اړه تحقیق وکړي.
وړاندې اسرائیلو ویلي و، چې د نړیوالې محکمې دا پرېکړه د ترهګرۍ پروړاندې د اسرائیلو د دفاع په اړه یو خنډ دی.
اسرائیل او امریکا دواړه د جنګي جرمونو څېړونکې نړیوالې محکمې غړي نه دي.
ددغې محکمې عمومي څارنوالې فاتو بنسوتا ویلي، د لومړنیو تحقیقاتو لپاره د جوړو شویو دوسیو په لړ کې، د ۲۰۱۴ کال له جولای میاشتې راهیسې احتمالي جنګي جرمونه ارزول شوي دي.
دغه محکمه وايي، تحقیقات یې بې پرې دي، او لومړۍ پایلې به یې هم په ډاګیز ډول اعلانېږي، چې ایا د اسرائیلو له لوري کوم جنګي جرمونه شوي او د اسرائیلي سخت دریځو له لوري کوم.
دوه اونۍ وړاندې فلسطینیانو په دې محکمه کې د غړیتوب اخیستو لپاره ملګرو ملتونو ته خپل وړاندیز کړی و.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters
د جنايي جرمونو څېړونکې محکمه نړیواله ده، چې د بشر ضد جرمونو، جنګي جرمونو او ډله ییزو وژنو ارزونه او تحقیقات کوي.
دغې محکمې د تېر دسمبر په لومړیو کې د فلسطین کورواکه اداره د خپل څارونکي غړي په توګه ومنله.
اسرائیلو د فلسطین له څارونکي غړیتوب سره مخالفت وښود.
رسوايي
د اسرائیلو د دفاع وزیر افګیدور لیبرمان د محکمې له تازه پرېکړې سره د مخالفت ښودلو ترڅنګ ویلي، چې دا پرېکړه یوه (رسوايي) ده.
د فلسطیني کورواکې ادارې مشر محمود عباس له دغې محکمې غوښتي وو، چې فلسطیني خاوره او لویدیځ قدس کې د ۲۰۱۴ د جولای له ۱۳ راهیسې د اسرائیلي جرمونو په اړه باید تحقیقات وشي.
ددغې محکمې نوې عمومي څارنواله دا مهال په افغانستان، کولمبیا، جورجیا، ګیني، هندوراس عراق او اوکرایین کې د ممکنه جنګي جرمونو په اړه تحقیقات کوي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، BBC World Service








