سوري فعالان: د دیر الزور ډله ییز قبر کې ۲۳۰ مړي موندل شوي

د عکس سرچینه، AFP
سوري فعالان وايي، د ختیځ دیر الزور ولایت په یوه ډله ییز قبر کې یې د ۲۳۰ کسانو مړي موندلي دي.
بریتانیا مېشتې دغې ټولنې ويلي "دغې ټولنې ته له یوې باوري سرچینې داسې خبر وررسېدلی، چې د ختيځ دیر الزور ولایت الصحراء سیمې په یوه ډله ییز قبر کې ۲۳۰ مړي موندل شوي. "
سرچینه وايي، د وژل شویو مړي د "الشعیطات" په نامه د هغه ټبر غړي دي، چې د "اسلامي دولت" ډلې پرضد یې وسلې راخیستې وې.
دغه ډله وايي "ددغو کسانو په وژل کېدو سره، د "اسلامي دولت" په لاسونو د یاد ټبر د وژل شویو غړو شمېر ۹۰۰ ته رسېږي. "
"اسلامي دولت" د عراق او سوریې پر زیاترو سیمو واکمنه ده.
دغه ډله د هغو قبایلو پرضد بریدونه کوي، چې په عراق او سوریه کې یې پرضد د حکومتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي.
"اسلامي دولت" د هر هغه چا مخالفت کوي، چې دوی یې "کافر" بولي او په اړه یې د اعدام حکم صادروي.




