' ۲۰۱۴ کې ۱۵۰ میلیونه ماشومان جګړو اغېزمن کړي دي'

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان اداره یونسیف وايي، د یوه اټکل له مخې ۲۳۰ میلیونه ماشومان د نړۍ داسې سیمو کې ژوند کوي، چې مخامخ جګړې پکې روانې دي.
دغه رپوټ وايي، مرکزي افریقا جمهوریت، عراق، سویلي سودان، فلسطین، سوریه او اوکراین کې ۱۵۰ میلیونه ماشومان داسې سیمو کې ایسار پاتې دي، چې وايي د تاو تریخوالي پېښې پکې روانې دي.
رپوټ زیاتوي، چې سږ کال اسراییلي بریدونو کې ۵۳۸ فلسطیني ماشومان وژل شوي دي، له درې زره ډېر ټپیان شوي، ۱۵۰۰ یتیمان شوي او ۵۴ زره داسې دي، چې له خپلو کورونو محروم شوي دي.
رپوټ کې د سوريې ماشومانو د حالت په اړه ویل شوي، چې د دغه هېواد ۱۷ میلیونه ماشومان له خپل کور کلي تېښتې ته اړ شوي دي او د کډوالۍ ژوند تېروي.
د عراقي ماشومانو په اړه دغه رپوټ وايي، ۲۷ میلیونه ماشومان جګړو دغه هېواد کې اغیزمن کړي دي.
د رپوټ له مخې عراق کې پر مېرمنو او نجونو جنسي تېری شوی، په زوره واده کړل شوې او دغه راز جنسي غلامۍ ته اړایستل شوې دي.
رپوټ کې دا هم ویل شوي، چې بې شمېره مېرمنې او نجونې پلورل شوې هم دي.
رپوټ زیاتوي عراق کې اسلامي دولت ډلې نه یوازې له ماشومانو سره زور زیاتی کړی، بلکې وايي اړ ایستل شوي، چې له تاوتریخوالي ډکې صحنې وویني او یا پکې برخه واخلي.
رپوټ وايي، د ۲۰۱۴ کال اوږدو کې ټوله نړۍ کې د تاوتریخوالي پېښې وشوې، خو وايي یا خو خلکو هېرې کړې او یا ورته ډېر پام نه دی شوی.
دغه راز رپوټ کې د افغانستان، پاکستان، سومالیا، کانګو، سودان او یمن یادوونه هم شوې، چې وايي له اوږدې مودې راهیسې دغو هېوادونو کې روان تاوتریخوالي ماشومان اغیزمن کړي دي.
د سویلي سودان په اړه ویل شوي دي، چې دغه هېواد کې یوه کلن تاوتریخوالي اووه نیم لکه ماشومان اغیزمن کړي، چې وايي د کډوالۍ ژوند کوي.
دې سره دغه هېواد کې له نژدې ۱۲ زره ماشومانو نه د جنګالیو په توګه کار اخیستل کېږي.








