سي آی اې د "سختو" پوښتنو ګروېږنو په اړه درواغ ویلي

د امریکا د سنا په یوه رپوټ کې راغلي چې څارګرې ادارې سي آی اې د سپتمبر ۱۱ بریدونو څخه وروسته له مشکوکو ترهګرو نه د پوښتنو ګروېږنو پر مهال له "بې حده سختۍ" کار اخیستی دی.
د دېموکراتانو له خوا چمتو شوي رپوټ کې راغلي چې سي آی اې د پوښتنو ګروېږنو په تړاو امریکایانو ته دروغ ویلي وو.
رپوټ وايي د دغه ډول پوښتنو ګروېږنو له لارې لاسته راغلي مالوماتو د ګواښونو په شنډولو کې مرسته نه ده کړې.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي د پوښتنو کومې طریقې چې کارول شوي د امریکا له ارزښتونه سره په ټکر کې دي.
نوموړي په یوې بیانیه کې ویلي:
"د پوښتنو ګروېږنو دغو لارو چارو په نړیواله کچه د امریکا حیثیت ته تاوان رسولی او له متحدینو او ملګرو سره یې زموږ د ګټو تعقیبولو کار لا ګران کړی دی".
د رپوټ په غبرګون کې د سنا جمهوري غوښتونکو مشرانو ټینګار کړی د تحقیقاتو لپاره کارول شویو طریقو د مهمو مشکوکو کسانو په نیولو او د اسامه بن لادن په وژلو کې مرسته کړې ده.
سناتوران میچ مککونیل او سکسبي چمبلیس په یوې ګډې بیانیه کې ویلي: "په رپوټ کې شوې ادعاوې حقیقت نه لري".
تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ ویلي وو له نیول شویو القاعده غړو نه د پوښتنو ګروېږنو پر مهال د سختي کولو اړوند رپوټ له خپرېدو مخکې ټوله نړۍ کې د امریکا اړوند تاسیساتو خوندیتوب لپاره کلک اقدامات شوي دي.
د یوه حکومتي ویاند په خبره "د سختو احتمالي خطرونو له نښو نښانو څرګندېدو" وروسته د امریکايي سفارتونو او نورو ودانیو لپاره کلک امنیتي تدبیرونه شوي دي.
رپوټ کې د هغو سختو اقداماتو یادونه هم شوې، چې د سي آی اې کارکونکي یې له نیول شویو القاعده غړو نه د اعتراف تر لاسه کولو لپاره کاروي.
د رپوټ په اړه واشنګټن کې له هغو ناندریو وروسته، چې کومه برخه یې باید خپره شي او کومه یې خپره نه شي، د رپوټ خپرولو کې ځنډ رامنځته شوی و.
دغه شپږ زره مخه رپوټ چې د امریکا سنا د دفاعي کمېټې لخوا چمتو شوی، په بشپړ ډول نه خپريږي او ډېره برخه به یې پټه وساتله شي.
د رپوټ یوازې ۴۸۰ مخونه به کمېټې کې د شاملو دیموکرات غړو لخوا خپاره شي.

د عکس سرچینه، AP
ولسمشر بارک اوباما واک ته له رسېدو وروسته د سي ای اې له لوري د پوښتنو ګرويږنو لړۍ ودروله او اعتراف یې وکړ، چې د دوی پوښتنې ګرويږنې د ځورولو بڼه لري.
د پخواني ولسمشر جورج بوش د واکمنۍ پر مهال سي آی اې له ۱۰۰ ډېر داسې کسان، چې شکونه پرې کېدل له امریکا بهر په (بلیک سایټس) یا د پوښتنو ګروېږنو په پټو مرکزونو کې ساتلي وو.








