هند کې د ښځو د مبارزې ویډیو په چټکۍ خپرېږي

هند کې د دوو خویندو یوه ویډیو چې درې هغه سړي وهي چې ویل کېږي دغه ښځې یې په یوه روان بس کې ځورولې، په ټولنیزو رسنیو کې په چټکۍ سره خپره شوې ده.

پولیس وايي دغه سړي نیول شوي او پر ښځو د لاس اچولو تور پرې لګول شوی دی.

شمالي ایالت هریانه کې د جمعې ورځې دغه پېښه بس کې یوه مساپر پر خپل موبایل تیلیفون ثبت کړې ده.

هند کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی وروسته له هغې د بحث پر یوې مهمې موضوع بدل شو چې د ۲۰۱۲ کال د دسمبر میاشت پلازمېنه ډیلي په یوه بس کې پر یوې زده کونکې ډله ییز جنسي تېری وشو.

دغه برید د خلکو غوصه راوپاروله او هند یې اړ کړ چې د جنسي تېري ضد جدي قوانین جوړ کړي.

د روهتک سیمې دغه وروستۍ پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې دوه زده کوونکې، ۲۲ کلنه آرتي او ۱۹ کلنه پوجا کور ته پر لار وې.

کشرې خور پوجا بي بي سي ته وویل چې دغو دریو کسانو دوی "وګواښلې او وځورولې".

پوجا وویل: "دغو سړو زه ځورولم او پر ما یې لاسونه وهل. ما ورته وویل، که بیا مو لاس راوړ، نو وهل به وخورئ". دوی خپل یوه دوست ته زنګ وواهه او ورته ویې ویل "راشئ چې یو څو نجونې وهل غواړي".

نوموړې وویل دوی وروسته له هغه برید کونکو سره د مقابلې پرېکړه وکړه چې نورو مساپرو د دوی مرسته و نه کړه.

دې وویل: "په بس کې هېڅ کس زموږ مرستې ته وړاندې نه شو. ځکه نو موږ د ځانونو دفاع لپاره خپل کمربندونه راوویستل (او سړي مو پرې ووهل). که نورو مساپرو زموږ مرسته کړای وای، نو موږ به دې عمل ته اړ نه وو".

خو د پېښې ویډیو ښيي چې لږ تر لږه یو نارینه مساپر څو وارې هڅه کوي چې یو سړی له ښځو بېل کړي.

خویندو وویل سړو دوی په یو تمځای کې د بس نه بهر لور ته ټېل وهل او بیا یې پر دوی برید وکړ.

نجونو وویل دوی مقاومت وکړ او پر سړو یې د خښتې ګوزار وکړ چې دې سره سړي وتښتېدل.

پولیس وايي دوی ته ښځو د جمعې په غرمه زنګ وواهه او سړي د یکشنبې پر ماښام ونیول شول.

د پولیسو یوه چارواکي ایس انند هندو ورځپاڼې ته وویل چې دوی د بس چلونکي او همکار پر وړاندې یې هم پر ګام پورته کولو غور کوي.

نوموړي وویل: "بس چلونکي باید ګاډی نژدې تاڼې ته رسولی وای، خو هغه دغه کار و نه کړ. او کلینډر هم مداخله و نه کړه. موږ د دوی پر ضد هم د قانوني ګام پورته کولو په اړه غور کوو".

په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو خلکو د دغو خویندو ملاتړ کړی دی او په ټوېټر کې یې د (روهتک زړه ورې) تر هشټګ لاندې د دوی ستاینه کړې ده.