په ګیني او سیرالیون کې د ایبولا ناروغۍ مخ پر زیاتېدو ده

د عکس سرچینه، AP
د بې پولې ډاکټرانو خیریه ټولنه وايي، په لایبېریا کې د ایبولا ناروغۍ په قضیو کې پاموړ کموالی راغلی دی. خو دغې ټولنې خبرداری ورکړی، چې په ګیني او سیرالیون کې د دغې ناروغۍ پېښې مخ پر زیاتېدو دي. د بې پولې ډاکټرانو په وینا، که څه هم په ګیني کې مخکې د اېبولا د ناروغانو په شمېر کې کموالی راغلی و، خو اندېښنه یې څرګنده کړې، چې اوس بېرته زیات شوی دی.
د ایبولا پر وړاندې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې د مبارزې د څانګې مشر کرېسټوفر سټوکس بي بي سي ته وویل، چې په لایبېریا کې د ایبولا ناروغانو په شمېر کې کموالي روغتیاپالانو ته دا زمینه برابره کړې، چې د دغې ناروغۍ د خپرېدو له کبله پخپله پر ناروغانو سربېره د ټولنې نورې ځپل شوې خواوې هم له نژدې و ارزوي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په لایبېریا کې د دغې ناروغۍ د پېښو د کموالي یو لامل ښايي هغه هڅې وي چې له مخې یې د ایبولا وژلو کسانو مړي په خوندي ډول خاورو ته سپارل کېږي.
د لوېدیځې افریقا د ایبولا ځپلو خلکو د مرستې لپاره په بریتانیې کې د مرستو راټولولو یو عام کمپاین پیل شوی و، چې د تنظیموونکو په وینا، په لومړیو دوو ورځو کې یې څلور میلیونه پاونډه تر لاسه کړي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
ایبولا ناروغۍ د روان کال له پیل راهیسې په دې سیمه کې کابو پینځه زره کسان وژلي او په دغې ناروغۍ د ټولو اخته کسانو شمېر تر دیارلس زرو هم پورته ښوول شوی دی.
په بریتانیې کې دغه وروستۍ مرستې له هغې وروسته زیاتې شوې، چې د ټولیزو رسنیو له لارې په دې اړه له خلکو د لاسنیوي غوښتنه وشوه.
دا لومړی ځل دی چې د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې بېړنۍ ټولنې د یوې ناروغۍ د مخنیوي لپاره له عامو خلکو د دا ډول مرستو غوښتنه کړې ده.
د روغتیا د نړیوالې ادارې د شمېرو له مخې تر اوسه له۴۵۰۰ ډېرو ناروغانو له دې خونړي رنځ نه ساه ورکړې ده او اټکل کېږی چې تر یوې بلې میاشتې پورې به په ایبولا د ککړو وګړو شمېره تر ۲۰ زرو واوړي.
اېبولا د خپلو ناروغانو په سلو کې نږدې ۹۰ تنه وژني، او په یوې هیښندې چټکۍ د وګړو ترمنځ خپرېږي.
د اېبولا ککړو ناروغانو د شمېرې د ډېرېدو سره ورځ تر بلې د دې شونتیا هم راکمېږي چې دا چست او چټک خپور ویروس دې د افریقا پولو کې دننه ایسار پاتې شي.
تازه راپورونه ښیي چې د امریکا د ځینو ایالتونو سربېره لږ تر لږه په ۲ اروپایي هېوادونو کې هم ایبولا د ګوتو تر شمېره ډېر کسان اغېزمن کړي دي.
په نننۍ نړۍ کې چې د ځمکې مزي تر بل هر وخت نه ډېر لنډ شوي دي، او هېوادنیو پولو خپل پخوانی اغېزمنتوب له لاسه ورکړی دی، نور نو دا شونې نه ده چې انتانی ناروغۍ د نړۍ په یو ګوټ کې ناورینونه وزېږوي، او د نړۍ بل ګوټ کې انسانان د خیر په غونډۍ کېني.
همدغه حقیقت دی چې اېبولا تر بل هرځایه ډېر په لویدیځ کې له روغتیایي چارواکو او ادارو نه وار او پار خطا کړی دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service
له اېبولا څخه بله راپېښه ترهه دا ده چې په دې وژونکې ناروغۍ اخته وګړي په ډېر دردونکي مرګ مري.
د ژوندانه وروستۍ شېبې یوازې او له کورنۍ نه بېلې تېروي.
د مخنیویز یا وقایوي درملګرۍ د لارښونو سره سم باید په اېبولا ککړ ناروغان قرنطین، او له نورو وګړو جلا وساتل شي.
له مړینې نه وروسته هم خپلوان د جنازې سره ډېر وخت نه شي تېرولی، ځکه چې د مړو جسدونو نه د ناروغۍ د خپرېدو شونتیا ډېره لوړه وي.
باید د اېبولا مړي دې ډېر ژر ښخ شي، او له هغو کلتوري او مذهبي دودونو نه دې ډډه وشي چې د مړي مینځل، ښکلول، او جسد پورې لګېدلو ته په کې اړتیا وي.
دا د ډېرو وګړو لپاره له عاطفي پلوه ډېره ځورونکې ده.
ځینو هېوادونو پخپلو هوایي، سمندري او ځمکنیو پولو باندې داسې کتنځایونه پرانیستې دي چې له اغېزمن شویو هېوادونو نه رارسېدونکي مساپرو کې د یو شمېر پوښتنو او کتنو په مټ د اېبولا د نښو نښانو پلټنه کوي.
ډېرو کارپوهانو په ورته ګامونو باندې نیوکه کړې ده، او دا یې د ستونزې اساسی حل نه دی بللی.
په ټولیزه توګه باید د افغانستان روغتونونه، او د ساري ناروغیو درملڅانګې، درملګر، او روغتیایي کارکونکي د ایبولا په اړه اړینه روزنه ترلاسه کړي، ځکه چې دې خونړي وایرس لا پخوا د ډېرو ځواکمنو هېوادونو پولې ماتې کړي دي

د عکس سرچینه، AFP
د دوی په وینا داسې کړه وړه ډېر سرسري او ناعملي دي، او ستونزه په کار ده بېخ کې وچه شي.
افغانستان او د اېبولا ننګونه
افغانستان د لویدېځې افریقا له هېوادونو سییرالیون، لایبریا، مونرویا او ګینیا سره د وګړو پراخ تګ راتګ نه لري، نو له همدې کبله کېدای شي افغانستان ته د اېبولا د لېږد شونتیا ټیټه وبلل شي.
خو د اوس لپاره افغانستان ته د ایبولا شونې او بېړنۍ ننګونه له حج نه د راستنېدونکو حاجیانو د روغتیا ده.
مکه مکرمه کې د نړۍ له هر ګوټ نه ملیونونه وګړي په یوه پرتلیزه توګه وړه سیمه کې راټولېږي، او ناشوونې نه ده چې له دې لارې ایبولا نورې مسلمانې نړۍ ته ګواښ ولېږدوي.
له نېکه مرغه د افغانستان حکومت په دې اړه ګامونه اخیستي دي، او په هوایي ډګرونو کې یې د حاجیانو د کتنې ژمنه کړې ده.
نور اړین ګامونه دا دي چې حاجیانو او کورنیو ته یې د ناروغۍ د نښو نښانو په اړه اړین او آسانه مالومات، مخنیویزې لارښوونې، او درملیزې لارې چارې ورپه ګوته شي.
په ټولیزه توګه باید د افغانستان روغتونونه، او د ساري ناروغیو درملڅانګې، درملګر، او روغتیایي کارکونکي د ایبولا په اړه اړینه روزنه ترلاسه کړي، ځکه چې دې خونړي وایرس لا پخوا د ډېرو ځواکمنو هېوادونو پولې ماتې کړي دي.








