د ایبولا پر وړاندې د مبارزې په اړه اندېښنې
د هسپانیې حکومت وايي، چې په دغه هېواد کې په اېبولا ناروغۍ باندې یوې اخته شوې نرسې لومړنۍ ازموینې اوس منفي ښوول شوې دي.

د عکس سرچینه، AFP
ټاکل شوې، چې د تیریسا رومېرو په نامه دغې نرسې دویمي روغتیايي ازموېنې هم تر سره شي، چې د منفي ښوول کېدو په پایله کې به یې نوموړې له دې ناروغۍ پاکه وبلل شي.
دغې نرسې ته د سېرومو له لارې د ایبولا د هغو پخوانیو ناروغانو انټي باډیانې او نور درمل ورکړل شوي، چې حکومتي ویاندې یې د ټولو نومونه یاد نه کړل. نوموړې ته دا ناروغي هغه مهال ولګېده، چې په مادرید کې یې پر ایبولا د دوو اخته دیني مبلغینو درملنه کوله.
مېرمن رومېرو له لوېدیځې افریقا نه دباندې لومړنۍ کسه وه، چې د دې ناروغۍ د اوسني خپراوي په لړ کې پرې اخته شوه.
د نوموړې خاوند ژاویر لیمون هم وروسته له هغې په روغتون کې قرنطین شوی و، چې په دې کې دا ناروغي موندل شوې وه.
له بله پلوه، په برلین کې د نړیوالې روغتیايي غونډې په پرانېستې کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د ایبولا د خپراوي د مخنیوي لپاره پر پراخو نړیوالو هڅو ټینګار کړی.
فرانک والټر شټاینمایر ویلي، د لوېدیځې افریقا په دریو ځپل شویو هېوادونو کې د دې ناروغۍ د کابو کولو لپاره لا نورو روغتیايي کارکوونکو او وسایلو ته اړتیا ده.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې په دغو هېوادونو کې د روغتیا کمزوري سېستمونه د ړنګېدا پر لور روان دي.
نوموړي دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې، چې د لایبېریا ولسمشرې اېلن جانسن سېرلیف په دې اړه د مرستې غوښتنه وکړه.
مېرمن سېرلیف ویلي، د ځوانو افریقایانو یو بشپړ نسل د هغه اقتصادي ناورین له ګواښ سره مخامخ دی، چې د ایبولا د خپراوي له کبله رامنځته شوی دی.








