رابرټ اونیل : اسامه بن لادن ما په سر وویشت

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا د سمندري ځواکونو یوه پخواني غړي د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د وژنې د عملیاتو لانجه یو ځل بیا پر خپلو هغو څرګندونو را تازه کړې، چې په وینا یې پر بن لادن باندې مرګونې ډزې د ده لخوا شوې وې.
د رابرټ اونیل په نامه دغه کس په یوه مرکه کې د هغې صحنې پر جزیاتو غږېدلی، چې په وینا یې دی او د سمندري ځواکونو یو بل سرتېری د ۲۰۱۱ کال په می میاشتې کې د پاکستان په ایبټ اباد سیمه کې د بن لادن د کور دریم پوړ ته ور وختل.
نوموړي ویلي، چې دی یوې خونې ته یوازې ورننوت او د القاعدې مشر یې په سر په ډزو وویشت.

د عکس سرچینه، Reuters
د ده دا څرګندونې د امریکا د سمندري ځواکونو د یوه بل پخواني غړي له هغو سره توپیر لري، چې ویلي و، دی هم په دغو عملیاتو کې و، خو په وینا یې بن لادن د دوی د یوه دریم ملګري لخوا ویشتل شوی و.
د ښاغلي اونیل پېژند څو ورځې وړاندې د امریکا د ځانګړو پخوانیو سیل ځواکونو د یوې وېبپاڼې لخوا له دې کبله په اعتراضي ډول څرګند شو، چې په خبره یې ده په دغو عملیاتو کې د خپل رول د روښانولو پرېکړه کړې وه.




