په اسلام آباد کې د اسامه بن لادن کتابتون

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د نجونو د يوې مدرسې کتابتون د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن په نامه نومول شوى دى.
د "جامعه حفصه" مدرسه چې له سرۀ جومات سره تړلې، له دې ادعاو له امله مشهوره ده چې له اورپکو سره اړيکي لري.
پر يوې کاغذي لوحې چې د کتابتون پر يوۀ ورۀ ځړول شوې، اسامه بن لادن ته د "شهيد" خطاب شوى.
اسامه بن لادن په ٢٠١١م کال کې هغه مهال ووژل شو چې امريکايي کوماندو ځواکونو د پاکستان په اېبت آباد ښار کې، د نوموړي پر کور بريد وکړ.
پاکستاني ځواکونو په ٢٠٠٧ م کال کې پر سره جومات وروسته له هغه چپاو يوړ چې چارواکو يې په هېواد کې د شريعت د پلي کولو غوښتنه کوله، او ور سره په تړاو يې پر ځينو توندلارو اقدامونو هم لاس پورې کړى و.
پر سره جومات د امنيتي ځواکونو په چپاو کې لسگونه کسان ووژل شول.
په اسلام آباد کې د بي بي سي خبرياله شمايله جعفري وايي په کتابتون کې څوکۍ او ميزونه نه شته، او يواځې دوه کمپيوټرونه، په کتابتون کې دننه پر ټغر ايښي دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
دغه کتابتون د پلازمېنې په زړه کې د ودانيو په يوې لويې ټولگې کې پروت دى، چې د يوې برخې د جوړولو کار يې لا هم روان دى.
د مدرسې يوۀ وياند وويل کتابتون ته د نوي نوم ورکړه، اوسامه بن لادن ته چې يو اتل و، د پېرزوينې وړاندې کول دي.
مولانا عبدالعزيز د مدرسې مشر دى، نوموړي خبردارى ورکړى "که حکومت مدرسه او يا جومات په نښه کړي نو شريعت موږ ته د ځوابي اقدام اجاز راکوي. که څوک موږ سره په سخت چلند کوي نو دا تمه دې نه لري چې گواکې په بدل کې به ورته د گلانو گېډۍ ورکړل شي."
مولانا عزيز کتابتون د خپل د دفتر په توگه هم کاروي، .
د جامعه حفصه مدرسې په کتابتون کې په عربي، اردو او انگريزي ژبو، د شريعت او جهاد په اړه کتابونه، او د قرآن مجيد ژباړه او تفسيرونه شته.








