اوکراین: کړکېچ سره هممهاله بېړنیزې ټاکنې

د عکس سرچینه، REUTERS
اوکراین کې د نوي پارلمان لپاره بېړنیزو ټاکنو کې د دغه هېواد اوسېدونکي رایې کاروي.
ولسمشر پېټرو پورو شینکو د سږ کال لومړیو کې د روسي پلوه واکمنو د حکومت له منځه تلو وروسته د خپل هېواد لپاره د نوې تګلارې ټاکلو په موخه د نویو ټاکنو کولو اعلان وکړ.
خو د مبصرینو په خبره د دغه هېواد په ختیځ کې روان کړکېچ به پر ټاکنو هم اغیز وکړي.
د دونیڅک او لوهانسک سیمو نژدې ۳۰ لکه اوسېدونکي به رایې و نه کاروي او بېلتون غوښتونکي به راتلونکې میاشت له خپل لوري ټاکنې ترسره کړي.
دغه راز به د کرایمیا نژدې ۱۸ لکه اوسېدونکي هم رایې و نه کاروي، ځکه تېرې مارچ میاشت کې روسیې دغه سیمه خپل کنترول کې واخیسته.
دغه ټاکنې داسې مهال ترسره کېږي، چې هېواد کې د انرژۍ بحران دوام لري، ځکه د پېسو نه ورکړې شخړې له کبله روسیې دغه هېواد ته د ګازو لېږد درولی دی.
د اوکراین اقتصاد مخ پر ځوړ دی او داسې وړاندوینه کېږي، چې د هېواد ټولټال کلني تولید کې به له اوو ه تر لس سلنې لږوالی رامنځته شي.
دې سره به له ۱۹۸ ټاکنیزو حوزو نه وکیلان وټاکل شي او د کرایمیا او یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو ۲۷ څوکۍ به تشې پاتې شي.
بل لور ته اوکراین حکومت هیله مند دی، چې د ټاکنو له کبله به هېواد کې ټیکاو رامنځته شي او روسيې پلوه لوري به دغو پېښو له کبله ناتوانه شي.
له ۴۵۰ څوکیو نه به د ګوندي نوملړ سسټم سره سم نیمې څوکۍ ځانګړې شي او هر ګوند ته د بریا لپاره پنځه سلنه زیاتوالی پکار دی. لاندې یاد مهم ګوندونه پ

د عکس سرچینه، Other
ه ټاکنو کې برخه اخلي.
- د پوروشینکو اایتلاف، چې پکې د نوموړي خپل اتحاد ګوند او ادار ګوند شامل دي.
- د لومړي وزیر ارسیني یاڅینیکتا د خلکو جبهه ګوند
- د اوهلې لیاشکو توکمپال ګوند
- او د پخوانۍ لومړۍ وزیرې یولیا تیموشینکو، پلاروطن ګوند
له دوی نه ډېری ګوندونه لوېدیځ پلوي او توکمپال دي، خو د پخواني ولسمشر وېکټر یانکوویچ، ریجنز ګوند ټاکنو کې برخه نه اخلي. ولسمشر پورو شینکو وايي:
'' بالاخره موږ د روسیې پلوي پر ځای د اوکراین پلوي، په فساد ککړ پر ځای د فساد ضد او د اروپا پلوي حکومت ټاکنه کوو.''








