اوباما له مصر د بندي خبریالانو خوشي کول غوښتي

سرچینه وايي، اوباما سیسي ته د بندي خبریالانو په اړه اندېښنه وښوده

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، سرچینه وايي، اوباما سیسي ته د بندي خبریالانو په اړه اندېښنه وښوده

امریکايي چارواکو ویلي، ولسمشر اوباما په نیویارک کې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په خبرو کې د بندي شویو خبریالانو په اړه خبرې کړې او د دوی د خوشي کولو غوښتنه یې ترې کړې ده.

سرچینه وايي، اوباما سیسي ته د بندي خبریالانو په اړه اندېښنه وښوده.

نوموړي د مصر پر سیاسي اړدوړ هم اندېښنه وښوده.

دا لیدنه او خبرې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډو کې شوې دي.

د مصر مخکنی دفاع وزیر السیسي د مصر مخکنی منتخب ولسمشر محمد مرسي وپرځاوه.

مرسي په دیموکراتیک ډول په ټاکنو کې ګټونکی ولسمشر و.

السیسي مرسي او د اخوان المسلمین زرګونه پلویان او لسګونه مشران بندیان کړل، چې ترې زیږېدلي اړدوړ د ګڼو خلکو ژوند هم واخیست.

په دې کار سره د واشنګټن او قاهرې ترمنځ هم اړیکي ترینګلي شول.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار بین روډس وايي، د دواړو مشرانو ترمنځ خبرې د دواړو هېوادونو پر ګډو ګټو راڅرخېدې.

اوباما او السیسي د اسلامي دولت ډلې له لوري د ګڼو سیمو د نیول کېدو په اړه او پرضد یې د نړیوال ایتلاف رامنځ ته کېدو او همکارۍ په باب هم خبرې کړې دي.

رودس وايي:"ولسمشر اوباما ټینګار وکړ، چې په مصر کې بندي شوي خبریالان باید خوشي شي."

واشنګټن څو ځلې په مصر کې د بندي خبریالانو په اړه اندېښنه ښودلې.

مصري حکومت د الجزیرې شبکې درې خبریالان بندیان کړي، چې یو پکې استرالیایی پیټر ګریسټي او دوه نور مصریان محمد فهمي او باهر محمد دي.

فهمي د کاناډا تابعیت هم لري.

مصر ادعا کوي، چې ګني دغه خبریالان یې د اخوان المسلمین ګوند د خواخوږۍ په تور نیولي دي.