"پر برېښنايي سیګرټو نېوکې تېرایستونکې دي"

د عکس سرچینه، THINKSTOCK
څېړونکو ویلي چې د برېښنايي سیګرټو په اړه ورکړل شوی خبرداری تېر ایستونکی دی ځکه د دوی په اند له دغو سیګرټو کار اخیستنه ښايي د ډېرو خلکو ژوند وژغوري.
د لندن کالج پوهنتون د څېړونکو یوې ډلې ویلي چې په هرو یو میلیون سیګرټ څکونکو کې چې برېښنايي سګرټو ته مخه کوي، هر کال تر شپږ زره ډېر یې ژغورل کېدای شي.
په ورته وخت کې د لندن د کارپوهانو یوې بلې ډلې ویلي چې پر برېښنايي سګرټو نېوکې "تېر ایستونکې" دي.
تېره اوونۍ د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) غږ کړی و چې په عامه ځایونو او د کار په محلونو کې دې د برېښنايي سیګرټو په څکولو بندیز ولګول شي.
نوموړي سازمان ویلي وو دا بندیز ځکه اړین دی چې کېدای شي برېښنايي سیګرټ زموږ په چاپیریال کې ځینې زهرجنې مادې او نېکوتین پیدا کړي.
د دې سازمان راپور دا خبرداری هم ورکړی و چې برېښنايي سیګرټ ښايي د سیګرټ نه څکونکو پام ځان ته وګرځوي او دوی د حقیقي سیګرټو په څکولو روږدي کړي.
خو د لندن کالج پوهنتون ډلې ویلي هغه سګرټ نه څکونکي چې برېښنايي سیګرټ څکوي شمېر یې د وګړو له یوې سلنې کم دی.
پروفیسور رابرټ ویسټ وايي چې که څه هم برېښنايي سګرټ ځینې زهرجن مواد لري خو د دغو موادو اندازه ډېره کمه ده.
نوموړی وايي: "چې بازار کې برېښنايي سګرټ تر لاسه کېږي نو بیا به هوښیارتیا همدا وي چې له حقیقي سیګرټو کار وانخلو. د حقیقي سیګرټو په پرتله د برېښنايي هغو زهرجن مواد ډېر کم دي".
مشر څېړونکي پروفیسور پیټر حاجېک وویل:
"زه فکر کوم موږ باید د بندیز لګولو نه وړاندې د خطرونو تر څنګ ګټې هم و ارزوو. د برېښنايي سیګرټو خطر ډېر کم دی او ګټې یې ډېرې زیاتې دي. دا ښايي د عامه روغتیا په برخه کې د یوه انقلاب په معنا وي".
د روغتیا نړیوال سازمان پر دوی د دغو نیوکو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.








